استور 28 اګست (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ته په غذر كښې د اوسني سېلابي صورتحال او د روانې هنګامي مرستې او بحالۍ كارونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔ د ګلګت بلتستان د ډي اېم اے ډي جي او ضلعي انتظاميه وفاقي وزير ته د غذر په بېلا بېلو سيمه كښې د سېلاب څخه د شوو زيانونو٬ ځپلې …
وفاقي حكومت په سخت وخت كښې د غذر ګلګت بلتستان اولس سره ولاړ دے۔ وفاقي وزير امير مقام
استور 28 اګست (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ته په غذر كښې د اوسني سېلابي صورتحال او د روانې هنګامي مرستې او بحالۍ كارونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔ د ګلګت بلتستان د ډي اېم اے ډي جي او ضلعي انتظاميه وفاقي وزير ته د غذر په بېلا بېلو سيمه كښې د سېلاب څخه د شوو زيانونو٬ ځپلې آبادۍ٬ بندو سړكونو او د مرستې سامان سره سره د تالاب سپل وے په اړه هم تفصيلي جاج وړاندې كړو۔ انجينئر امير مقام په تباهۍ د تشويش څرګندونې كولو سره ځائي اتنظاميه او اولس له باوري وركړو چې وفاقي حكومت به په سمدستي توګه مرستې او تل پاتي مودې بحالۍ لپاره بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم واضح هدايت دي چې ځپليو ته رسنې او په سيمه كښې د ژوند معمولات په بحالۍ كښې دې هېڅ بې غوري ونه كړې شي ۔ په دې موقع د كشمير ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي سيكرټري ظفر حسن، پخوانے وزيراعليٰ حافظ حفيظ الرحمن، د خوراك صوبائي وزير غلام محمد, نواز ناجي او د جي بي هوم سيكرټري هم موجود وو۔ د يادونې وړ ده وفاقي وزير انجينئر امير مقام د وزيراعظم په خاص امر د ګلګت بلتستان په درې ورځنۍ دوره دے۔












