وفاقي حكومت به د سيلاب ځپلو بحالۍ او د زيانونو ازاله باوري كوي۔ پير سيد عمران احمد شاه

ساهيوال 28 اګست (اے پي پي) د غربت د كمي او سماجي تحفظ وفاقي وزير پير سيد عمران احمد شاه وئيلي دي وفاقي حكومت به د سيلاب ځپلو بحالۍ او د دوي د زيانونو ازاله باوري كوي، د ضلعي انتظاميه لخوا اولس په وخت خبرول٬ انخلاء او دوي لپاره د ريليف كېمپونو جوړل د ستائنه وړ دي چې په سبب ئې ځاني او مالي زيان څخه بچ كېدل ممكن شوي۔ …

ساهيوال 28 اګست (اے پي پي) د غربت د كمي او سماجي تحفظ وفاقي وزير پير سيد عمران احمد شاه وئيلي دي وفاقي حكومت به د سيلاب ځپلو بحالۍ او د دوي د زيانونو ازاله باوري كوي، د ضلعي انتظاميه لخوا اولس په وخت خبرول٬ انخلاء او دوي لپاره د ريليف كېمپونو جوړل د ستائنه وړ دي چې په سبب ئې ځاني او مالي زيان څخه بچ كېدل ممكن شوي۔ ده دا خبره د راوي درياب په غاړه آباده داد بولچ سيمه كښې د اوبو په سبب د زمكې بهېدو جاج اخستو په مهال كړې ۔ په دې موقع ډپټي كمشنر شاهد محمود، ايكسين اريګيشن محمد طلحه او ايكسين هائي وے محمد رمضان هم دوي سره وو۔ وفاقي وزير د زمكې د خوئېدو په سبب ځپلو شوو كسانو سره په خبرو كښې د دوي د لوړو حوصلو ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير ځپلو له باور وركړو چې د دوي د دوبارۍ بحالۍ لپاره به ټول وسائل مختص كولې شي او وفاقي حكومت به د سيلاب ځپلو بحالۍ او د دوي د زيانونو بشپړه ازاله باوري كوي۔