
نارووال 28 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د ريسكيو او ريليف هڅې كوټلو او تندولو ته اړتيا ده٬ نارووال سېلاب څخه زيات ځپلے شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې ده د وزيراعظم د نارووال سېلاب ځپلو سيمو دورې مهال خپلو خبرو كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د سترو لارو د بحالۍ كار به پېل كول وي، نارووال دې افت ځپلې ضلع وګرځولې شي، مونږ له به خپله بنيادي ډھانچه مضبوطولو سره د سېلاب نه بچ كېدو لپاره اقدامات كول وي۔ په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال د سېلاب ځپلو سيمو په دوره كولو د وزيراعظم شهباز شريف او د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز مننه وكړه۔