
اسلام آباد 28 اګست (اے پی پی)د قامي صحت وزير مملكت ډاكټر مختار بهرتھ وئېلي دي د قامي روغتيا وزارت د انټيګرل ګلوبل په همكارۍ اسلام آباد كښې د روغتيا نظام په اړه د يو ماډل هېلتھ سټي جوړولو خوښي لري ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د انټيګرل ګلوبل ډائرېكټر نيبل احمد سره ملاقات په مهال كړې۔د قامي صحت وزارت له مخې د ملاقات په مهال د روغتيا په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې او شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع ډاكټر مختار بهرتھ د وزيراعظم هيپاټائټس سي خاتمې پروګرام كښې د انټيګرل ګلوبل معاونت ستائېلو سره ووئېل د قامي روغتيا وزارت انټيګرل ګلوبل په همكارۍ سره په اسلام آباد كښې د روغتيا نظام په اړه يو ماډل هېلتھ سټي جوړولو له خوښي لري۔مختار احمد بهرتھ ووئيل په اسلام آباد كښې د كيپيټل ټيريټري روغتيا نظام قوي كولو لپاره اقدامات روان دي او په دې اړه به مالياتي اړخونو د خيالاتو څرګندونې او په قامي او صوبائي كچه عملدرآمد لپاره به يوه مهمه غونډه كولې شي۔د انټيګرل ګلوبل ډائرېكټر نبيل احمد وفاقي وزير ته ووئيل انټيګرل ګلوبل د روغتيا په څانګه كښې ښه والي لپاره خپل شراكت لا قوي كولو له عزم لري۔ده ووئيل واټر٬ سینیټیشن او د نائجين اصولو وده كښې به د تنظيم مرسته روانه وي۔ده د انټيګرل ګوبل پاكستان كښې روانو پروژو په اړه هم وزير مملكت خبر كړو او وې وئېل د تېرو څو كلونو راهيسې دا اداره په پاكستان كښې د صحت عامه ښه والي لپاره هڅې كوي٬د روغتيا قامي وزارت او سي ډي اے مرستې څخه انټيګرل ګلوبل پاكستان كښې د صحت مند او كلين اينډ ګرين كمونټيز جوړولو لپاره عزم لري۔