وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د چناب درياب دوره٬ د رېسكيو اهلكارو فرض شناسۍ ته پيرزوئنې

اسلام آباد۔28 اګست (اے پی پی)د ماحولياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د چناب درياب دوره وكړه او هلته د موجودو رېسكيو اهلكارو فرض شناسي٬اولسي خذمت او محنت ستائېلو سره يې هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وزارت له مخې ډاكټر مصدق ملك ووئېل د رېسكيو ادارو د محنت او قربانو په نتيجه كښې قيمتي ځانونه محفوظ شوي۔ډاكټر مصدق ملك ځايې خلقو سره هم خبرې اوكړې او د هغوي مسئلې او اندېښنې يې واورېدلې۔ده د چناب درياب په غاړو شوو حفاظتي او انتظامي اقدامات هم تفصيلي جج واغست۔وفاقي وزير په دې موقع ووئيل د پاكستان حكومت د اولس د ځان او مال تحفظ خپل وړومبې ترجيح ګڼي د ٬سېلاب خطرو مخ نيوي لپاره به ټول وسائل كارولې شي دغسې چې كوم هم ممكنه هنګامي صورتحال كښې په وخت او موثر غبرګون باوري كړے شي