وزيراعظم شهباز شريف د پنجاب سيلاب ځپليو سيمو په دوره روان شو

اسلام آباد۔28 اګست (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پنجاب سېلاب ځپليو سيمو په دوره روان شو۔ د پی اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې روانېدو څخه وړاندې او د فضائي جائزې په مهال د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر په هېواد كښې په مجموعي سېلابي صورتحال وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم ته د پنجاب په دريابونو كښې د سېلاب او د اوبو لاندې راغلې سيمو كښې د رېسكيو او ريليف آپرېشن په اړه ووئيلې شوو۔ د پنجاب وزیر اعلیٰ مريم نواز شريف هم وزيراعظم سره ناروال ته روانه شوه۔ د پرواز په مهال يۍ هغه سره په سېلابي صورتحال خبرې وكړې۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن دوئي د سېلابي صورتحال او د حكومت لخوا د پورته كړې شوو ګامونو په اړه خبر كړل۔ د بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب ځپليو سيمو فضائي جاج اغستو سره سېلابي صورتحال څخه د اولس ساتلو او ريليف آپرېشن كښې د ټولو ضروري اقداماتو باوري كولو هدايات جاري كړل۔ وزیر اعظم او وزیر اعلیٰ ته به په ناروال كښې تفصيلي بريفنګ وركړے شي۔