اسلام آباد 27 اګست(اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د توان منتقلۍ٬ماحولياتي لچك٬ټرانسپورټ و لاجسټكس٬بشري وسائلو پرمختګ او د اسانيو ښو كارولو كښې د آسيائي پرمختيائي بانك سره د زياتې مرستې د خوښۍ څرګندونه كړی ده ۔د خزانې وزير په پالېسۍ اډانه فنانسنګ٬ د كيپيټل ماركيټس به پرمختګ٬د نجي څانګې شموليت او ګرين بانډز٬ بلینډډ فنانس او ډیټ فار نیچر سویپس پشان جديدو مالياتي ذريعو …
د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب سره د اېشين ډوېلپمنټ بانك صدر ملاقات٬د توان منتقلۍ٬ماحولياتي لچك٬ټرانسپورټ و لاجسټكس٬ د بشري وسائلو پرمختګ او د اسانيو ښو كارولو كښې د بانك سره د زياتې مرستې په خوښۍ خبرې
اسلام آباد 27 اګست(اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د توان منتقلۍ٬ماحولياتي لچك٬ټرانسپورټ و لاجسټكس٬بشري وسائلو پرمختګ او د اسانيو ښو كارولو كښې د آسيائي پرمختيائي بانك سره د زياتې مرستې د خوښۍ څرګندونه كړی ده ۔د خزانې وزير په پالېسۍ اډانه فنانسنګ٬ د كيپيټل ماركيټس به پرمختګ٬د نجي څانګې شموليت او ګرين بانډز٬ بلینډډ فنانس او ډیټ فار نیچر سویپس پشان جديدو مالياتي ذريعو كښې هم د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړے دے ۔ده دا خبره د شورو په ورځ د اېشين ډوېلپمنټ بانك(اے ډي بي)صدر مساتوكاندا سره ملاقات كښې په خبرو كښې كړی٬د خزانې وزارت٬فيډرل بورډ آف ريونيو٬د اقتصادي چارو وزارت سينئر چارواكي او د آسيائي پرمختيائي بانك اعلٰی چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔د بانك پلاوي كښې په پاكستان كښې د بانك كنټري ډائرېكټر ايمافان٬ د مينځنۍ او لوېديزې آسيا لپاره ډائرېكټر جنرل لياكټيريز او اے ډي بي لپاره د پاكستان ايګزيكټو ډائرېكټر نور احمد شامل وو۔د خزانې وزير د بانك صدر او پلاوي تود هركلے وكړو او پاكستان سره د بانك د اوږدې مودې په شراكتدارۍ يې مننه وكړه۔ده د اوسني سېلاب نه پس د پاكستان ماحولياتي لچك او د قدرتي آفت مخ نيوي تيارۍ له عزم رامخې ته كړو او په دې خبره يې مننه وكړه چې د بانك صدر د چوكۍ سنبهالولو نه پس تر ټولو وړومبې پاكستان خپل ترجيحي منزل جوړ كړو ۔د خزانې وزير د آسيائي بانك صدر سره اپريل كښې په واشنګټن كښې شوے ملاقات هم خوشبينه وګرځولو ۔په دې موقع ده د اے ډي بي كنټري ډلې٬ په خاص توګه د ايمافان په مشرۍ كښې د خزانې وزارت سره د ګټورو رابطو او معاشي اصلاحات كښې مرسته هم وستائېله۔ده پلاوې د پاكستان معاشي صورتحال څخه خبرولو كښې ووئېل په تېرو څو كلونو كښې ګڼ شمېر چېلنجونو باوجود معيشت كښې استحكام راغلے٬افراط زر كښې ښكاره كمے راغلے٬ د حسابات جاريه د كهاتو خساره په قابو كښې ده او د نړيوال كريډټ ريټنګ ايجنسيز لخوا د پاكستان ريټنګ كښې د ښه والي نه پس د پور ترلاسه كولو لګښت كښې كمے راغلے۔ده په پاكستان كښې د وسائلو ښه استعمال٬ د مېرمنو مالي شموليت٬ډيزاسټر رسك فنانسنګ او ماحول دوسته توان پلو منتقلۍ كښې د بانك مرسته په خاص توګه وستائېله ۔۔د آسيائي پرمختيائي بانك صدر مساتوكانډا د پاكستان معاشي اصلاحات او استحكام هڅې وستائېلې او ووئېل په معيشت كښې ښه والے او ډهانچه جاتي اصلاحات خوشبينه دے۔ده باور وركړو چې اے ډي بي په خاص توګه د مالياتي بدلون مخ نيوي٬ د آبادۍ مسئلو٬بنيادي اډانې جوړولو او د وسائلو ترلاسه كولو په څانګو كښې د پاكستان مرسته به روانه ساتي۔ده د پاكستان ماركيټ متنوع جوړولو هڅې هم خوشبينه وګرځولې ده۔












