د موسميات محكمې د 29 اګست نه تر 2 ستمبر د هېواد په بره او مېنځنۍ سيمو كښې د سيلۍ او د نور باران پېشنګوئي وكړه

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د موسميات محكمې د 29 اګست نه تر 2 ستمبر د هېواد په بره او مېنځنۍ سيمو كښې دمه په دمه د سيلۍ او د نور باران پېشنګوئي كړې ده ٬ په 29 اګست د بحيره عرب او خليج بنګال څخه د پشكال هواګانې به په شدت سره د هېواد په بره سيمو كښې داخلېږي٬ د 30 اګست څخه د لوېديزو هواګانو سلسله …

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د موسميات محكمې د 29 اګست نه تر 2 ستمبر د هېواد په بره او مېنځنۍ سيمو كښې دمه په دمه د سيلۍ او د نور باران پېشنګوئي كړې ده ٬ په 29 اګست د بحيره عرب او خليج بنګال څخه د پشكال هواګانې به په شدت سره د هېواد په بره سيمو كښې داخلېږي٬ د 30 اګست څخه د لوېديزو هواګانو سلسله هم د هېواد په ذكر شوې سيمو كښې د داخلېدو امكان دے او د دې د اثر لاندې کشمير او ګلګت بلتستان كښې د 29 اګست نه تر 2 ستمبر د کشمير په (وادي نيلم، مظفرآباد، راولاکوټ، پونچھ، هټياں، باغ، حويلي، سدھنوتي، کوټلي، بھمبر، ميرپور) كښې سيلۍ او دمه په دمه په زياتره سيمو كښې د باران امكان دے۔ د 30م اګست نه د ستمبر تر وړومبۍ نيټې د ګلګت بلتستان په (ديامير، استور، غذر، سکردو، هنزه، ګلګت، ګانچھے، شګر) كښې سيلۍ طوفان سره د تېز باران امكان دے٬ په خېبر پښتونخوا كښې د م 29 اګست نه د ستمبر تر وړومبۍ نيټې په دير، چترال، سوات، کوهستان، شانګله، بټګرام، مانسهره، ايبټ آباد، هري پور، بونير، مالاکنډ، باجوړ، مومند، کوهاټ، پېښور، چارسده، نوښار، مردان، صوابۍ، خېبر، اورکزئي، کرم، هنګو، کرك، بنوں، لکي مروت، وزيرستان، ټانك او په ډيره اسماعيل خان ضلعو كښې دمه په دمه د باران او ځينې سيمو كښې د سخت باران امكان دے٬ په پنجاب او اسلام آباد كښې د 29 اګست نه تر 2 ستمبر په اسلام آباد/پېنډۍ، مري، ګليات، اټک، چکوال، جهلم، منډي بهاؤالدين، ګجرات، ګوجرانواله، حافظ آباد، وزير آباد، لاهور، قصور، شيخوپوره، سيالکوټ، نارووال، ميانوالي، خوشاب، سرګودھا، جھنګ، ټوبه ټيک سنګھ، ننکانه صاحب، چنيوټ، فېصل آباد او ساهيوال ضلعو كښې دمې دمې او ځېنې سيمو كښې د سخت باران امكان دے۔ ټولو ادارو ته د الرټ پاتې كېدو او د هر ډول ناخوشګواره پېښې نه بچ كېدو لپاره په سمدستي توګه د اقدامات كولو امر شوے دے۔