اسلام آباد 27 اګست(اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي سيلاب ځپلو له خيمې او نور ضروري څيزونه وركړے كيږي٬د اين ډي ايم اے د وړاندې څخه داطلاع نظام سره د انخلا كار آسان شوے۔نېشنل رسپانس كښې ټولې ادارې په ګډه كار كوي٬وزيراعظم به ډېر زر د سېلاب ځپلو سيمو دوره هم وكړي۔د ه د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر ډي …
سيلاب ځپلو له خيمې او نور ضروري څيزونه وركړے كيږي٬د اين ډي ايم اے د وړاندې څخه د خبر داري نظام سره د انخلا كار آسان شوے۔د رېليف اقدامات نه پس به د زيانونو اندازه لګولې شي۔وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ
اسلام آباد 27 اګست(اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي سيلاب ځپلو له خيمې او نور ضروري څيزونه وركړے كيږي٬د اين ډي ايم اے د وړاندې څخه داطلاع نظام سره د انخلا كار آسان شوے۔نېشنل رسپانس كښې ټولې ادارې په ګډه كار كوي٬وزيراعظم به ډېر زر د سېلاب ځپلو سيمو دوره هم وكړي۔د ه د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر ډي جي لېفټيننټ جنرال احمد شريف چوهدري او د اين ډي ايم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرال انعام حېدر ملك سره د بارانونو او سېلابي صورتحال په اړه ميډيا سره خبرې كولې۔وفاقي وزير ووئيل تېره شپه د پنجاب په درېو دريابونو كښې سېلابي صورتحال پیدا شوے٬اين ډي ايم اے د پنجاب ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي په وخت خبر ساتلې او هغوي سره پرله پسې په رابطه كښې وه ۔ده ووئيل ستلج او چناب كښې د اوبو بهېدنه زياته شوې۔په خانكي سيمه د اوبو بهېدل د لس لكه كيوسك څخه زياته شوې كومه چې اوس قادر آباد پلو روانه ده ۔ځايې چارواكو او ضلعي انتظاميې له د انخلا په حقله اين ډي ايم اے د وړاندې څخه اطلاع وركړې٬دغسې ځپلے كېدونكو سيمو كته په وخت اطلاع ورسولې كېږي۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېلاب په صورتحال نن د غونډې مشري كړې۔وزيراعظم د وړاندې څخه د اطلاع نظام لا موثره كولو او د رېليف هلو ځلو تندولو او پنجاب له په كار څيزونو په سمدستي توګه وركولو سپارښتنه كړې۔د اين ډي ايم اے د اړخه خيمې او نور ضروري سامان ورسولې شوے۔صوبائي حكومت او اين ډي ايم اے په شريكه په صورتحال قابو مومي۔ ده ووئېل وزيراعظم په دې اړه پرله پسې خبر اخلي او د نن په غونډه كښې د درېو واړو دريابونو په صورتحال او د راروانو 24 نه تر 48 ساعتو په موسمي پيشنګوئۍ هم هغه بريفنګ اخستے دے ۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم به د سېلاب ځپلو سيمو دوره هم كوي۔ده ووئيل د وړاندې څخه د اطلاع نظام كارآمد ثابت شوے چې په نتيجه كښې يې په وخت اطلاع ممكن شوې۔اين ډي ايم اے د تېرو څو اونيو راهيسې د صوبو سره په رابطه كښې ده ۔وفاقي وزير ووئيل په پنجاب كښې سېلابي صورتحال مانيټر كيږي۔وزيراعظم د اين ډي ايم اے تيارو او د صوبو كوآرډينېشن پرله پسې آپ ډيټ اخلي۔ده ووئيل وزيراعظم د وړاندې څخه واضحه كړی چې دا نېشنل رسپانس دے په دې ګښې پاك پوځ او ټولې ادارې برخه اخلي۔ده ووئيل د زيانونو اندازه به لګولې شي او د ځپلو بحالي به باوري كولې شي۔ده ووئيل مهمه خبره دا هم ده چې په دريابي سيمو كښې وګړي آبادۍ جوړوي۔ده ووئيل په دې اړه انتظاميې ته سپارښتنه شوې چې په دغه سيمو كښې د تعميرات اجازه ورنه كړي۔د قادر آباد په سيمه كښې انخلا ته اړتيا ده او شريكې هڅې روانې دي٬د پي ډي ايم اے بشپړه مرسته كيږي او صورتحال د نېشنل رسپانس ترمخه په ښه ډول ډيل كيږي۔












