سيد نيئر حسين بخاري د ګوند تنظيمونو ته سېلاب ځپلو لپاره د مرستې كيمپ لګولو امر وكړو

اسلام آباد 27 اګست(اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي سېكرټري جنرل سيد نيئر حسين بخاري د ګوند تنظيمونو ته سېلاب ځپلو لپاره د مرستې كيمپ لګولو امر كولو سره وئېلې دي د ګوند تنظيمونه دې په ټول هېواد كښې او په خاص توګه خېبرپښتونخوا او د پنجاب اولس ستونزو ختمولو له مرسته وكړي۔د شورو په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا جاري شوي بيان له مخې نيئر حسين …

اسلام آباد 27 اګست(اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي سېكرټري جنرل سيد نيئر حسين بخاري د ګوند تنظيمونو ته سېلاب ځپلو لپاره د مرستې كيمپ لګولو امر كولو سره وئېلې دي د ګوند تنظيمونه دې په ټول هېواد كښې او په خاص توګه خېبرپښتونخوا او د پنجاب اولس ستونزو ختمولو له مرسته وكړي۔د شورو په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا جاري شوي بيان له مخې نيئر حسين بخاري ووئېل مركزي ٬ صوبائي او د ضلعې تنظيمي عهديدار دې ځپلو له د خوراك څښاك څيزونو وركولو بندوبست وكړي٬خوشحال او شتمند كسان دې د ځپليو مرستې لپاره اورسي او د ځپلو شوو وروڼو دې شپه ورځ خذمت وكړي٬ ده ووئېل د پيپلز پاړټي اړوند تنظيمونه دې په سمدستي توګه د مرستې كيمپونه جوړ كړي۔ده ووئيل د ګوند عهديدار دې سېلاب ځپلو سيمو كښې ځپلو ته راشن ٬ خيمې داروګان ورسوي٬د پيپلز بارټي عهديدار دې د خپل استطاعت له مخې بې كوره شوو ځپلو ته خپلو كورونو كښې استوګنه وركړي ۔