سپيکر سردار اياز صادق په پنجاب كښې د سېلاب په سبب په ځاني او مالي زيان د غمرازۍ څرګندونه وكړه

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په پنجاب كښې د سېلاب په سبب په ځاني او مالي زيان د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل د پشكال بارانونو په نتيجه كښې په دريابونو كښې د اوبه كچه غېر معمولي زياته شوې چې په سبب يې اولس ستونزو سره مخ شوے۔ ده ووئيل د ازمېښت په دې سخت وخت كښې پارلمان او ټول …

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په پنجاب كښې د سېلاب په سبب په ځاني او مالي زيان د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل د پشكال بارانونو په نتيجه كښې په دريابونو كښې د اوبه كچه غېر معمولي زياته شوې چې په سبب يې اولس ستونزو سره مخ شوے۔ ده ووئيل د ازمېښت په دې سخت وخت كښې پارلمان او ټول قام ځپلو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كوي ۔ په دې موقع سپيکر د هند لخوا په غېر اعلانيه توګه دريابونو كښې د اوبو پرېښودل غېر ذمه واره اقدام په سختو ټكو غندنه هم وكړه او وئ وئيل هند د نړيوال قوانين څخه په سرغړونه كولو په يو وخت ډېرې اوبه پریښودې دي چې په نتيجه كښې ېې په پاكستان كښې د تباهۍ كونكې سېلاب صورتحال رامخې ته شوے چې ورسره پاكستان كښې د كهربونو زيان شوے۔ ده واضحه كړه چې د هند دا اقدام نه يوازې د بشري خواخوږۍ د اصولو څخه سرغړونه ده بلكې د نړيوالو ضابطو هم خلاف ورزي ده