پېنډۍ 27 اګست (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي سیرت پاك (ص) 50م کنفرنس به لكه د نورو كلونو د ربیع الاول په 12مه نيټه په رسمي توګه د اسلام آباد کنونشن سنټر کښې كېږي او د تنظيم تعاون اسلامي له مخې به سږ كال په نړيواله كچه 1500 م كلن جشن ولادت رسولۖ لمانځلے شې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د پېنډۍ په …
د سیرت پاك (ص) 50م کنفرنس به د ربیع الاول په 12مه نيټه اسلام آباد كښې كېږي ٬ وفاقي وزير سردار يوسف
پېنډۍ 27 اګست (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي سیرت پاك (ص) 50م کنفرنس به لكه د نورو كلونو د ربیع الاول په 12مه نيټه په رسمي توګه د اسلام آباد کنونشن سنټر کښې كېږي او د تنظيم تعاون اسلامي له مخې به سږ كال په نړيواله كچه 1500 م كلن جشن ولادت رسولۖ لمانځلے شې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د پېنډۍ په پرېس كلب كښې د محكمه اوقاف د مذهبي چارو له مخې زونل رحمت العالمينۖ کنفرنس ته خپلې وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل د ټول اسلامي امت دا ذمه واري ده چې ھغوي اسلام او د نبي آخر الزمانۖ پېغام تر ګردې نړۍ ورسوي ځكه چې د محمدۖ د امتي په حېث دا امر خاص دے۔ ده ووئيل د څلورو واړو صوبو د مذهبي چارو سيکرټريز ته تاكيد شوے چې د 12 ربيع الاول په صوبائي٬ ډويژنل او ډسټرکټ كچه د ميلاد النبيۖ محفلونه وكړي۔ ده ووئيل د مدرسو او كالجونو سره سره د پوهنتونونو زده كوٶنكو ته دې د سيرت النبيۖ او د اسلام پېغام ورسولې شي دغسې چې ھغوي د قرآن او سنت تعليمات له مخې خپل ژوند تېر كړي۔ وفاقي وزير سردار يوسف ووئيل زمونږ هڅه ده چې د ديني مدرسو زده كوٶنكي هم د وزيراعظم په يوتھ پروګرام كښې شامل كړے شي دغسې چې دوي ته ديني تعليم سره سره په ټيکنيکل تربيي وركولو د مهارتونو څخه د مستفيد كېدو موقعې وركړې شي












