نشان امتياز د رتو ډيرو، نيو ډيرو پشمول د لاړكانه ضلعې اولس په نامه كوم۔ بلاول بھټو زرداري

لاړكانه 27 اګست (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري نشان امتياز د رتو ډيرو او نو ډيرو پشمول د لاړكانه ضلعې د اولس په نامه كړے دے٬ وفاقي حكومت سره په ګډه كار كوٶ۔ دا خبرې ده په نوډيرو كښې پيپلز اسټيډيم كښې د وېنا په مهال كړې۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل ستاسو په سبب زه دې ځائ ته رسېدلے يم او دا اعزاز ترلاسه …

لاړكانه 27 اګست (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري نشان امتياز د رتو ډيرو او نو ډيرو پشمول د لاړكانه ضلعې د اولس په نامه كړے دے٬ وفاقي حكومت سره په ګډه كار كوٶ۔ دا خبرې ده په نوډيرو كښې پيپلز اسټيډيم كښې د وېنا په مهال كړې۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل ستاسو په سبب زه دې ځائ ته رسېدلے يم او دا اعزاز ترلاسه شو٬ د نيو ډيرو اولس جې زما ملګرتيا وكړه نو ما واشنګټن او نورو ځايونو ته د پاكستان پېغام ورسولو۔ ده ووئيل ما نيو ډيرو او رتو ډيرو كښې د جوړو كړے شوو كورونو دوره كړې ، چې پكښې ځېنې بشپړ شوي او څه بشپړېدونكې دي٬ اولس په دې منصوبه خوشحاله دے۔۔ ده ووئيل چرته چې زما كوم فنډ شته زه غواړم چې ھغه د يونين كونسل په كچه د پرمختيائي كار په مد كښې ولګولې شي او په دې اړه دې ځائي نمائندګانو سره مشوره وكړې شي۔ ده ووئيل د سندھ وزيراعلي سيد مراد علي او د بلوچستان وزيراعلي سرفراز بګټي د خپلو اړوندو صوبو ښه نمائندګي كوي