د مواصلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د شاهدره دوره وكړه،راوی كښې د سېلاب او اوبو صورتحال جاج واخستلے شو

لاهور 27 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان په راوی سيند كښې د سېلاب او اوبو موجوده صورتحال او د پېښو مسئلو جاج اخستلو له د شاهدره دوره وكړه چرته چې هغه ته د صوبائی انتظامیې او اړوندو ادارو د اړخه بریفنګ ورولو سره ووئيل شول چې كوم هم ناڅاپي صورتحال مخنينوي لپاره ټول انتظامات بشپړ دي، صوبائی حکومت،ضلعی انتظامیه، ریسکیو 1122 او سول ډیفنس حفاظتی …

لاهور 27 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان په راوی سيند كښې د سېلاب او اوبو موجوده صورتحال او د پېښو مسئلو جاج اخستلو له د شاهدره دوره وكړه چرته چې هغه ته د صوبائی انتظامیې او اړوندو ادارو د اړخه بریفنګ ورولو سره ووئيل شول چې كوم هم ناڅاپي صورتحال مخنينوي لپاره ټول انتظامات بشپړ دي، صوبائی حکومت،ضلعی انتظامیه، ریسکیو 1122 او سول ډیفنس حفاظتی کیمپ لګولے شوي چرته چې پاك پوځ هم “آن بورډ” دے۔په دې موقع میډیا سره خبرو كښې وفاقی وزیر او د استحکام پاکستان پارټی صدر عبدالعلیم خان ووئيل اوسنو بارانونو او د هند د اړخه پرېښودلې شوو اوبو له امله د پنجاب دوو ٬ درېو دريابونو كښې صورتحال تشویشناك دے دغسې سېلابی اوبو سره نزدې آبادي ځپلې كيږي۔عبدالعلیم خان ووئيل دا خبره د اطمینان وړ ده چې ټولي ادارې چمتو دي، خو د راوی په اړه راروان 24 ساعته اهمیت لري۔ده ووئيل د راوی درياب شا او خوا وګړو له خبردارے وركوو چې خپل حفاظتي اقدامات باوري كړي او د ذمه وارۍ مظاهره وكړي۔وفاقی وزیر عبدالعلیم خان ووئيل موجوده صورتحال د خطر سبب ګرځيدے شي او دې څخه د بچ كيدو لپاره احتیاط ضروري دے۔