د كابينه ډويژن آډټ اعتراضات او د آډټ رپورټ جاج اغستو لپاره د پي اے سي غونډه

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د پبلك اكاؤنټس كميټۍ (پي اے سي) غونډه د شورو په ورځ د سيد نويد قمر په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كابينه ډويژن د كال 2022.23 او 2023.24 د آډټ اعتراضات او د آډټ رپورټ جاج واخستلے شو۔ د غونډې د پېل نه وړاندې د پي ټي آئي غړي ثناء الله مستي خېل په كميټي روم كښې اعلان وكړو چې د …

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د پبلك اكاؤنټس كميټۍ (پي اے سي) غونډه د شورو په ورځ د سيد نويد قمر په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كابينه ډويژن د كال 2022.23 او 2023.24 د آډټ اعتراضات او د آډټ رپورټ جاج واخستلے شو۔ د غونډې د پېل نه وړاندې د پي ټي آئي غړي ثناء الله مستي خېل په كميټي روم كښې اعلان وكړو چې د ګوند ټولو غړو د كمېټۍ غړيتوب او د چيئرمېن شپ څخه د مستعفي كېدو پرېكړه كړې ده او د دې نه وروستو د كمېټۍ چېئرمېن جنېد اكبر خان او د پي ټي آئي تعلق لرونكو غړو په غونډه كښې ګډون ونه كړو۔ په غونډه كښې موجودو ټولو غړو د پي اے سي مشرۍ لپاره د سيد نويد قمر نوم تجويز كړو۔ د غونډې په پېل كښې آډټ چارواكو كمېټۍ ته ووئيل په توشه خانه رولز 1973 كښې د ضابطې خلاف بدلونونه شوي٬ د كابينه ډويژن سيكرټري ووئيل په 1973 كښې په دې قواعدو او ضوابط كښې بدلونونه شوي٬ ده ووئيل د قانون له مخې په قواعدو كښې بدلون د اېس آر اوز د لارې نشي كېدے٬ په قواعدو او ضوابطو كښې بدلون د قانوني طريقه كار له مخې كېدے شي، مونږ په موجوده دور كښې دا كار كابينې څخه كړے۔ سيد نويد قمر ووئيل كه په دې معامله كښې بې قاعدګي شوې وي نو د دې سمولو طريقه كار څه پكار دے٬ سيكرټري ووئيل په دې آډټ اعتراضوات كښې لويه بې قاعدګي نشته٬ پي اے سي د دې اډټ اعتراضونو پرېكړه كولې شي٬ سيد نويد قمر امر وكړو چې په دې كښې ابهام دے٬ كابينه ډويژن دې په دې معامله په قانون كښې بدلون او د قواعدو او ضوابطو په حواله زر تر زره كار وكړي٬ سيكرټري ووئيل مونږ سره د توشه خانه د 1997 نه وړاندې رېكارډ نشته٬ اډټ چارواكو ووئيل د 1997 نه تر 2001 ريكارډ مونږ ته دوي راكړے دے ۔ سيكرټري ووئيل د 2002 نه تر 2024 رېكارډ خو مونږ وړاندې وركړے ٶ٬ اوس ټول تفصيل زمونږ په وېب پاڼه موجود دے۔ سيد نويد قمر امر وكړو چې د 1997 نه وراندې د توشه خانه د غائب شوي ريكارډ په حواله دې په يو مياشت كښې حتمي رپورټ وړاندې كړے شي٬ پي اے سي به د دغه رپورټ له مخې پرېكړه كوي۔ سيكرټري ووئيل په كال 2018 كښې چې كله د توشه خانه نيلامي وشوه نو ټولو وزارتونو ته چېټۍ وليكلې شوې، په نيلامۍ كښې هېڅ بې قاعدګي نه ده شوې۔ سيد نويد قمر ووئيل قواعد نه ٶ نو بې قاعدګي به څنګه رامخې ته كېده٬ كه اوپن آكشن نشي كېدے نو بيا به د دې حل څه وي۔ په ماضي كښې چې څه شوي په سباٶن كښې داسې بايد ونه شي۔ پي اے سي د توشه خانه په حواله ټول آډټ اعتراضات په التوا كښې د ساتلو پرېكړه وكړه٫ پي اے سي د توشه خانه د آئټمز نيلامۍ په حواله ټول آډټ اعتراضات بېرته ډي اے سي ته د سپارلو امر وكړو دغسې چې د دې پرېكړه كولو سره پي اے سي ته رپورټ وړاندې كړې شي۔ د اوګرا د آډټ رپورټ جاج اخستو سره آډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل د يو كال راهسې اوګرا د آر اېل اېن جي د بيعې په تعين كښې پاتې راغلې ده٬ د اوګرا چيئرمېن مسرور خان ووئيل په كال 2017 كښې د وړومبۍ كارګو راتللو نه وروستو چې كله مونږ د بيعې تعين وكړو نور پرچېزر عدالت سره رجوع وكړه او د دغې نه وروستو ګاز كمپنو عبوري بل وركول پېل كړل٬ كال 2024 كښې چې كله د دې معاملې پرېكړه وشوه نو مونږ سوئي ناردرن او سوئي سدرن ته امر وكړو چې اوس عبوري بل ورنه كړي٬ پي اے سي امر وكړو د كومو معاملو چې پرېكړې شوې دي ھغه دې نوټيفائي كړې شي۔