مصنوعي زېركتيا به ملازمتونه نه ختموي بلكې د روزګار نړيوالې منظرنامې ته به ځانګړے نوے شكل وركړي۔ وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجي اينډ ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ځوانانو ته په جديد ټيكنالوجۍ كښې د مهارت ترلاسه كولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي مصنوعي ذهانت(اے آئي) به ملازمتونه نه ختموي بلكې د روزګار نړيوالې منظرنامې ته به ځانګړے نوے شكل وركړي٬ حكومت سائبر سكيورټي قوي كول، اي لرننګ ته پراختيا وركول او د پاكستان ځوانانو ته په سباٶن …

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجي اينډ ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ځوانانو ته په جديد ټيكنالوجۍ كښې د مهارت ترلاسه كولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي مصنوعي ذهانت(اے آئي) به ملازمتونه نه ختموي بلكې د روزګار نړيوالې منظرنامې ته به ځانګړے نوے شكل وركړي٬ حكومت سائبر سكيورټي قوي كول، اي لرننګ ته پراختيا وركول او د پاكستان ځوانانو ته په سباٶن كښې د ماركيټ روزګار لپاره په هنر اډانه موقعو وركولو عزم لري ۔ د شورو په ورځ په حسن ابدال كېډټ كالج كښې په دستوره كښې د ګډون په مهال دې ووئيل په سباون كښې به د روزګار موقعې ھغه كسانو لپاره وي څوك چې د مصنوعي ذهانت ټولز او د ټيكنالوجيز په مؤثره ډول استعمال كولې شي٬ پوښتنه دا نه ده چې اے آئي به د ملازمتونه ځاے واخلي بلكې دا ده چې ايا زمونږ ځوانان رامخئ ته كېدونكې ټيكنالوجيز خپلولو او د دغې مشري كولو لپاره چمتو دي؟ دې ووئيل كيډټ كالج سره د لاسليك شوے اېم او يو له مخې به د اعليٰ صلاحيتونو وړ ځوانانو ته انټرن شپ او د تربيې موقعې هم وركولې شي دغسې چې ھغوي خپل تعليم مكمل كولو نه وروستو وظيفائي مېدان ته په آسانۍ سره منتقل شي۔ دې ووئيل د اېم او يو له مخې سائبر سكيورټي، مصنوعي ذهانت، كوډنګ او د دېټا ټيكنالوجي په څېر څانګو كښې يو شمېر سرټيفيكيشن پروګرامز به پېل كولې شي٬ د اعليٰ كاركردګۍ څرګندونه كوٶنكو زده كوٶنكو ته به په بېلا بېلو ځايونو كښې د انټرن شپ موقعې هم وركولې شي۔ دې په اېم او يو د عملدرامد نګرانۍ او په درې مياشتنيزه يا كلنه توګه په باقاعدګۍ سره فالو اپ باوركولو لپاره د مشتركه سټيئرنګ كميټۍ جوړولو تجويز هم وړاندې كړو۔