ګلګت 27 اګست (اے پي پي) د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام دنیور كښې د منوګاہ اوسنۍ پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې او د ارواښادو لوړو درجو لپاره ئې دعا وكړه۔ده ووئيل دنیور پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو قربانۍ به عمر له ياد ساتلې شي۔ده رضاکارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ګلګت بلتستان اولس سرحدي محافظان …
ګلګت ،وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام منوګاہ پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه
ګلګت 27 اګست (اے پي پي) د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام دنیور كښې د منوګاہ اوسنۍ پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې او د ارواښادو لوړو درجو لپاره ئې دعا وكړه۔ده ووئيل دنیور پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو قربانۍ به عمر له ياد ساتلې شي۔ده رضاکارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ګلګت بلتستان اولس سرحدي محافظان دي او د دوي قربانۍ د پاکستان لپاره د فخر وړ دي۔وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف پخپله ګلګت بلتستان كښې د سېلابی صورتحال نګرانی کوي او د شهيدانو كورنيو له به د وفاقي حکومت د اړخه سړي سر 20 لکهه روپۍ وركولې شي۔ده ووئيل د ژوبل كسانو درملني له به ټول وسائل كارولې شي او د د دوي د خدمات په اعتراف كښې به ورله ایوارډ هم وركولې شي۔انجینئر امیر مقام اعلان وكړو چې د شهيدانو ياد ژوندي ساتلو له به د دوي په نوم یادګار یا کوم سنټر جوړولې شي دغسې چې د هغوي قربانۍ نوي نسلونه ياد وي۔












