ګلګت 27 اګست(اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د وزيراعظم په خاص هدايت په درې ورځنۍ سركاري دوره ګلګت ته رسېدلے دے ۔د ګلګت په هوائي ميدان صوبائي وزير انجينئر محمد انور٬د ګلګت بلتستان كمشنر پشمول اعلٰی سركاري چارواكو او د مسلم ليګ(ن)لارښودو د هغه هركلے وكړو۔په هركلي كوونكو كښې پخوانے خاص مرستيال فاروق مير٬د تعميرات وزير ډاكټر محمد اقبال٬د قانون پخوانېے وزير …
وفاقي وزير انجينئر امير مقام په درې ورځنۍ سركاري دوره ګلګت ته ورسېد
ګلګت 27 اګست(اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د وزيراعظم په خاص هدايت په درې ورځنۍ سركاري دوره ګلګت ته رسېدلے دے ۔د ګلګت په هوائي ميدان صوبائي وزير انجينئر محمد انور٬د ګلګت بلتستان كمشنر پشمول اعلٰی سركاري چارواكو او د مسلم ليګ(ن)لارښودو د هغه هركلے وكړو۔په هركلي كوونكو كښې پخوانے خاص مرستيال فاروق مير٬د تعميرات وزير ډاكټر محمد اقبال٬د قانون پخوانېے وزير اورنګزيب ايډووكيټ٬د مسلم ليګ(ن)يوتھ ونګ صوبائي صدر ذوالفقار علي٬د مسلم سټوډنټس فيډرېشن(ن)صوبائي صدر رضوان راټهور٬سينئر لارښود محمد ثابت او د مسلم ليګ(ن) ګلګت بلتستان نائب صدر ساجد علي هم شامل وو۔انجينئر امير مقام په درې ورځنۍ سركاري دورې په مهال به سېلاب ځپلو سيمو كښې د مرستې د كاروائيو پخپله جاج اخلي٬په دې موقع به هغه ځپلو سره ملاقات كښې د هغوي مسئلې هم اوري۔ده ووئيل وفاقي حكومت د سېلاب ځپلو بشپړه بحالۍ له عزم لري او ټول ترلاسه وسائل كاروي۔د دورې په مهال د ګلګت بلتستان اعلٰی سركاري چارواكي او وفاقي ادارې به انجينئر امير مقام ته بريفنګ وركوي












