اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاکستان سرمايه کارو او سرمايه کارۍ لپاره د محفوظ هېواد جوړولو عزم لرو، د پاکستان او جاپان ترمېنځه په ماضي كښې د صنعت او تجارت په څانګه كښې بشپړ مرسته موجود وه٬ پاكستان جاپان سره سفارتي او معاشي مرستې ته په درنه سترګه ګوري۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا خبره ده …
پاکستان سرمايه کارو او سرمايه کارۍ لپاره د محفوظ هېواد جوړولو عزم لرو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د جاپان بينك عهديدارو سره ملاقات كښې خبرې
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاکستان سرمايه کارو او سرمايه کارۍ لپاره د محفوظ هېواد جوړولو عزم لرو، د پاکستان او جاپان ترمېنځه په ماضي كښې د صنعت او تجارت په څانګه كښې بشپړ مرسته موجود وه٬ پاكستان جاپان سره سفارتي او معاشي مرستې ته په درنه سترګه ګوري۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا خبره ده د شورو په ورځ د جاپان د نړيوالې مرستې بېنك د مائننګ او ميټل فنانس څانګې ډائريکټر جنرل تارو کاټو سره كړې چا چې وزيراعظم سره په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي دي۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان او جاپان ترمېنځه په ماضي كښې د صنعت او تجارت په څانګه كښې بشپړه مرسته موجود وه٬ دواړه هېوادونه د معاشي مرستې د تجديد نو عزم لري۔ ده ووئيل پاکستان به د جاپان سرمايه کارو او بېنکونو ته په پاکستان كښې سرمايه كارۍ لپاره هر ډول ممكن سهولتونه وركوي۔ ده ووئيل پاکستان د زراعت، آئي ټي، ټيکسټائل او په نورو څانګو كښې د جاپان د ټيکنالوجي جدت او وظيفائي پوهې څخه ښه استفاده كولې شي٬ پاکستان كښې په لويو معاشي او پرمختيائي منصوبو كښې نړيوالو مالياتي ادارو او په نړيواله كچه سرمايه كارو د خپلې خوښۍ څرګندونه او مرسته كوي ۔ ده ووئيل د پاكستان ارزان لېبر نړيوال سرمايه كارو ته مسابقتي ماحول وركوي٬ ده ووئېل پاکستان سرمايه كارو او سرمايه كارۍ لپاره محفوظ هېواد جوړولو له عزم لرو ۔ د جاپان د نړيوال مرستې بېنك د مائننګ او ميټل فنانس څانګې ډائريکټر جنرل تارو کاټو د پاكستان په مېلمستيا د حکومت او اولس مننه وكړو او د جاپان سرمايه کارو بېنكونو په پاكستان كښې په معاشي پراجيکټ كښې د زياتې شوې خوښۍ او مرستې لا زياتولو خواهش يې څرګند كړو












