نيو انرجي وهيكل پاليسي د وخت ضرورت او د ماحول دوست اقداماتو پلو اهم پيشرفت دے٬ دوست هيوادونه دې د ماحولياتي بدلون د لاسه د رامخې ته كيدونكې تباهۍ په مخنيوي كښې مرسته وكړي۔ د وزيراعظم د نيو انرجي وهيكل پاليسۍ پرانستې دستورې ته وينا

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف نيو انرجي وهيكل پاليسي د وخت ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي چې دا پاليسي د حكومت د ماحول دوست اقداماتو پلو اهم پېشرفت دے، پاكستان د ماحولياتي بدلون د لاسه د زيات ځپلې كېدونكو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے، اي وي پاليسۍ څخه به د موسمياتي بدلون په اثراتو قابو موندلو كښې مرسته وشي٬ دوست هېوادونه دې د ماحولياتي …

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف نيو انرجي وهيكل پاليسي د وخت ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي چې دا پاليسي د حكومت د ماحول دوست اقداماتو پلو اهم پېشرفت دے، پاكستان د ماحولياتي بدلون د لاسه د زيات ځپلې كېدونكو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے، اي وي پاليسۍ څخه به د موسمياتي بدلون په اثراتو قابو موندلو كښې مرسته وشي٬ دوست هېوادونه دې د ماحولياتي بدلون دلاسه د رامخې ته كېدونكې تباهۍ په مخنيوي كښې مرسته وكړي، زده كوٶنكو ته په مېرټ الېكټرك بائيكس وركوٶ٬ ګرد هېواد كښې د قابليت په بنياد به يو لك لېپ ټاپس وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د نيو انرجي وهيكل پاليسۍ پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزيران، همايوں اختر٬ رانا تنوير حسېن، د بېلا بېلو هېوادونو هائي كمشنرز او اعليٰ سفارتي چارواكو سره سره په ګرد هېواد كښې پوزيشن هولډرز زده كوٶنكي هم موجود وو۔ وزيراعظم دستورې ته خپله وېنا كښې د صنعت وزارت د نيو انرجي وهيكل پاليسۍ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل نوې پاليسي د حكومت د ماحول دوست اقداماتو پلو اهم پېشرفت دے۔ ده ووئيل د پاكستان كردار د ماحولياتو په اغېزمن كولو كښې ډېر كم دے خو پاكستان د ماحولياتي بدلون څخه په زيات ځپلې لس هېوادونو كښې شامل دے۔ وزيراعظم د پاليسۍ په جوړولو كښې په معاونت كولو د ټولو شراكتدارو او د برتانيه د حكومت مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د ماحولياتي بدلون په نتيجه كښې په پاكستان كښې كلاٶډ برسټ٬ سخت بارانونه او د سېلاب په نتيجه كښې په لويه كچه مالي او ځاني زيانونه شوي٬ د كال 2022 د سېلاب په سبب د سل انساني ځانونو زيان شوې، په لكھونو ايكړه ولاړ فصلونه تباه شوي، د زرګونو په شمېره خونې په بشپړه او جزوي توګه ړنګې شوې او د 30 اربه ډالرو زيان شوې او په اوسني سېلاب او بارانونو كښې د 700 نه زيات كسان مړه شوي٬ په شمالي سيمو كښې يو شمېر كورنۍ تباه شوې دي، كلي وران شوي٬ دا ډېر لوے چېلنج دے كوم ته به چې پام كول وي۔ ده په لويديزه نړۍ او دوست هېوادونو زور راوړو چې ھغوي د صورتحال په مخنيوي كښې د پاكستان مرسته وكړي، د انفراسټركچر په بحالۍ كښې پاكستان د دوست هېوادونو مرستې ته اړتيا لري۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د ماحولياتي بدلون په نيتجه كښې په شوې تباهۍ يوازې قابو موندلے نه شي ٬ د نورې قرضې او مالياتي فشار متحمل كېدې نشو۔ وزيراعظم ووئيل د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان پشمول څلورو واړو صوبو څخه په مېرټ او د ذهين زده كوٶنكو انتخاب كولو سره اليكټرك بائيكس وركړې شوې دي، د بلوچستان ځوانانو لپاره لس فيصده اضافي كوټه ساتلې شوې۔ ده ووئيل اي وي پاليسۍ سره به د موسمياتي بدلون په اثراتونو قابو موندلو كښې مرسته وشي۔ وزيراعظم ووئيل د ګرد هېواد زده كوٶنكو ته به په مېرټ يو لك لېپ ټاپس وركولې شي۔ ده امر وكړٶ چې د دې پروګرام دائره دې پراخه كړې شي او د 9 اربه په ځائ دې راتلونكې كال كښې دې لپاره زيات رقم مختص كړې شي دغسې چې زده كوونكو ته په تعليم ترلاسه كولو كښې مرسته وشي او د ټولنې د كار وګړي جوړ شي۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم د نيو انرجي وهيكل پاليسۍ پرانسته وكړه او ګرد هېواد څخه د تعليم په مېدان كښې پوزيشن هولډرز ته ئې د اليكټرك بائيكس چابۍ وركړې۔