اسلام آباد 26 اګست (اےپي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي چې كے پي كے پوليس او سي ټي ډي د فتنه الهندوستان 9 ترهه ګر خپل عبرتناك انجام ته رسولو سره هغوي په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كړل۔ د كے پي كے پوليس او سي ټي ډي اتلانو ته په لويه كاميابۍ سلام وړاندې كوم۔د نهې په ورځ جاري شوي بيان كښې د كورنيو چارو …
كے پي كے پوليس او سي ټي ډي د فتنه الهندوستان 9 ترهه ګر وژلو سره په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كړل :د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي
اسلام آباد 26 اګست (اےپي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي چې كے پي كے پوليس او سي ټي ډي د فتنه الهندوستان 9 ترهه ګر خپل عبرتناك انجام ته رسولو سره هغوي په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كړل۔ د كے پي كے پوليس او سي ټي ډي اتلانو ته په لويه كاميابۍ سلام وړاندې كوم۔د نهې په ورځ جاري شوي بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په دير كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په كامياب آپرېشن د پوليس او سي ټي ډي ستائنه وكړه۔ده ووئيل چې قوم په ميړنو ځوانانو وياړي٬قوم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد شويو 2 وګړو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده د ژوبل شويو اهلكارو زر رروغتيا لپاره هم دعا وكړه۔












