د ګلګت بلتستان سيلاب ځپليو مرستې كاروائيو لپاره د درې اربه روپو منظوري: اي سي سي

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو او د سېفران وزارت لخوا د وزيراعظم د ګلګت بلتستان د اوسنۍ دورې په مهال د شوې امر له مخې سېلاب ځپليو لپاره د فنډز جاري كولو په سمرۍ غور وكړو۔ د كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير سينيټر اورنګزېب په مشرۍ كښې شوې چې پكښې …

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو او د سېفران وزارت لخوا د وزيراعظم د ګلګت بلتستان د اوسنۍ دورې په مهال د شوې امر له مخې سېلاب ځپليو لپاره د فنډز جاري كولو په سمرۍ غور وكړو۔ د كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير سينيټر اورنګزېب په مشرۍ كښې شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو سردار اوېس احمد خان لغاري، علي پروېز ملک، رانا تنوير حسېن، د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان پشمول نورو غړو٬ وفاقي سيکريټريز، د اړوند ريګوليټري ادارو نمائندګانو او د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنونو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع كمېټۍ ځپلې كورنيو لپاره د خېمو، داروګانو، خوراك او د ضرورت نورو څيزونو په سمدستي توګه وركول٬ د تباه شوې انفراسټركچر بيا رغونه او د ځپلې كميونټيز بحالۍ اقداماتو لپاره د درې اربه روپو د فنډز جاري كولو منظوري وركړه