د خزانې وفاقي وزير په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه٬ پي ټي وي لپاره د 3.813 اربه روپو قسط منظوري

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) پاکستان ټيلي وژن کارپوريشن لپاره د 3.813 اربه روپو قسط منظوري وركړې ده۔ د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو سردار اوېس احمد خان لغاري، علي پروېز ملک، رانا تنوير حسېن، د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال …

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) پاکستان ټيلي وژن کارپوريشن لپاره د 3.813 اربه روپو قسط منظوري وركړې ده۔ د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو سردار اوېس احمد خان لغاري، علي پروېز ملک، رانا تنوير حسېن، د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان پشمول نورو غړو٬ وفاقي سيکريټريز، د اړوند رېګولېټري ادارو نمائندګانو او د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنونو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا پاکستان ټيلي وژن کارپوريشن (پي ټي وي سي) لپاره د ټېرف اېډجسټمنټ او نېټ ميټرنګ په مد كښې د 11 اربه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ په سمرۍ غور وشو۔ كمېټۍ د 3.813 اربه روپو د سمدستي او پاتې رقم تنخواه ګانو٬ پنشنز او د خپرونو د رياستي ادارې د آپريشنل خرڅونو ادا كولو لپاره په درې مياشتنيز بنياد د جاري كولو منظوري وركړه٬ كمېټۍ په دې خبره زور راوړو چې پي ټي وي له به د خود کفالت لاره اختيارول وي۔