بلوچستان كښي د هاؤسنګ منصوبې سر ته رسولو له د چين لخوا 6 ملينه ډالره ترلاسه شول

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) پاکستان ته په بلوچستان كښې كورونه جوړولو لپاره د چين لخوا د 6 ملينه ډالرو ګرانټ موصول شوے دے۔ د اقتصادي چارو ډويژن لخوا د جولائي كال 2025 لپاره په جاري مياشتني غېر ملكي اقتصادي معاونت رپورټ كښې انكشاف شوے دے چې د چين لخوا 6 ملين ډالره ګرانټ ترلاسه شوے دے۔ د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد "وېلتھ پاکستان" سره په خبرو …

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) پاکستان ته په بلوچستان كښې كورونه جوړولو لپاره د چين لخوا د 6 ملينه ډالرو ګرانټ موصول شوے دے۔ د اقتصادي چارو ډويژن لخوا د جولائي كال 2025 لپاره په جاري مياشتني غېر ملكي اقتصادي معاونت رپورټ كښې انكشاف شوے دے چې د چين لخوا 6 ملين ډالره ګرانټ ترلاسه شوے دے۔ د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد “وېلتھ پاکستان” سره په خبرو كښې ووئيل چې د چين لخوا ترلاسه شوې ګرانټ به بلوچستان كښې د سېلاب او نور قدرتي آفتونو په سبب د تباه شوې بنيادي ډهانچې په بيا رغونه مصرف كولے شي۔ ده زياته كړه چې دا مرسته د پاکستان پرمختګ لپاره د چين د عزم څرګندونه ده۔ ده ووئيل چې دا مرسته به نېغ په نېغه بې كوره شوې كورنيو ته رسولې شي