اسلام آباد 26 اګست (اےپي پي)الېكشن كمېشن آف پاكستان د هېواد د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو ته وئېلي دي چې هغوي د الېكشن ايكټ 2017 دفعه 204 او 210 ٬د اليكشن رولز 2017 قواعد 159 او 160 ترمخه د خپل ګوند د مالي كال 25-2024 منضبط شوې مالي ګوشوارې تر 29 اګست 2025 الېكشن كمېشن كښې د جمع كولو پابند دي۔ دا ګوشوارۍ په باقاعده توګه د چارټرډ اكاؤنټنټ څخه …
ټول سياسي ګوندونه د تير مالي كال منضبط شوې مالي ګوشوارے تر 29 اګست اليكشن كميشن كښې د جمع كولو پابند دي۔ اليكشن كميشن
اسلام آباد 26 اګست (اےپي پي)الېكشن كمېشن آف پاكستان د هېواد د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو ته وئېلي دي چې هغوي د الېكشن ايكټ 2017 دفعه 204 او 210 ٬د اليكشن رولز 2017 قواعد 159 او 160 ترمخه د خپل ګوند د مالي كال 25-2024 منضبط شوې مالي ګوشوارې تر 29 اګست 2025 الېكشن كمېشن كښې د جمع كولو پابند دي۔ دا ګوشوارۍ په باقاعده توګه د چارټرډ اكاؤنټنټ څخه تصديق شوې وي او هغه د فارم ډي د بشپړه تفصيلاتو سره وړاندې كول لازمي دي۔د نهې په ورځ د الېكشن كمېشن د اړخه جاري شوي بيان له مخې الېكشن ايكټ دفعه 210 له مخې هر سياسي ګوند د دې خبرې په قانوني توګه پابند دے چې د مالي كال په اختتام په 40 ورځو كښې دننه خپلې مالياتي ګوشوارې الېكشن كمېشن له وركړي چې پكښې د ګوند كلن آمدن او خرڅونه٬د فنډنګ او آمدن ذريعې٬د اثاثه جاتو او واجباتو وضاحت شامل وي۔په دې ګوشوارو د ګوند د مجاز عهديدارو لاس ليك ضرورې دې كوم چې د دې خبرې باقاعده تصديق وكړي چې ګوند كوم ممنوع يا مجاز ذريعې څخه مالي معاونت نه دې ترلاسه كړې۔الېكشن كمېشن واضحه كړې چې په فارم به هېڅ ډول اوور رائټنګ قبلولې نه شي او په ټولو سياسي ګوندونو لازم ده چې د يكم جولائي 2024 نه تر 30 جون 2025 مالي مودې په مهال د ټول بانك اكاؤنټ تفصيل او بانك اسټېټمنټس دې سره جمع كړي۔












