د كوآرډينيټر اختيار ولي خان ګلګت بلتستان كښې د ګليشيئر چاؤدنې په وخت اطلاع وركوؤنكو ته د عقيدت پیرزوئنې

اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا چارو لپاره د وزیراعظم د اطلاعاتو کوآرډینېټر اختیار ولی خان د ګلګت بلتستان درې وګړو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي كومو چې په غذر ضلع كښې د ګلیشیائی جھیل ماتېدو (ګلاف) پېښې په مهال فوري اطلاع وركولو سره نزدې 300 قيمتي ځانونه بچ كړل۔ د نهې په ورځ په سوشل ميډيا پلېټ فارم "اېكس" يو پېغام كښې اختيار ولي د …

اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا چارو لپاره د وزیراعظم د اطلاعاتو کوآرډینېټر اختیار ولی خان د ګلګت بلتستان درې وګړو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي كومو چې په غذر ضلع كښې د ګلیشیائی جھیل ماتېدو (ګلاف) پېښې په مهال فوري اطلاع وركولو سره نزدې 300 قيمتي ځانونه بچ كړل۔ د نهې په ورځ په سوشل ميډيا پلېټ فارم “اېكس” يو پېغام كښې اختيار ولي د وصيت خان ٬ انصر او اېم خان مړانه او په وخت پورته كړے ګام وستائلو كومو چې د ګليشير چاؤدنې پېښې وروستو انتظاميه او آبادي په وخت خبر كړه۔ ده ووئيل زه ستاسو د خپل ٬ حكومت او 24 كروړ اولس د اړخه مننه كوم۔ تاسو يو عظيم قامي خذمت كړے په كوم چې مونږ وياړؤ٬ تاسو د قام اتلان يۍ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د وزيراعظم په هدايت دا درې واړه كسان د دوئي د خذماتو په اعتراف كښې پلازمينې ته راوبللې شوو دغسې چې دوئي ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړی شي