بارسلونا۔26 اګست(اے پی پی) د سپېن په بارسلونا ښار كښې د پاكستان پرېس كلب سپېن تر اهتمام لاندې د خپرونو نړيوالو ادارو سره د تړون لرونكي نوموړي خبريال علی فرقان کتاب "9 مئی سے 8 فروری تک" د مخكتنې دستوره وشوه په كومه كښې چې د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي خاص مېلمه ؤ۔ د پاكستان قونصل جنرل مراد علی وزیر، په سپېن كښې مېشته پاكستانۍ كميونټي٬ خبريالانو او …
په بارسلونا كښې د نوموړي خبريال علي فرقان د كتاب “9 مئي سے 8 فروري تك” د مخكتنې دستوره ، د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي خاص ميلمه ؤ
بارسلونا۔26 اګست(اے پی پی) د سپېن په بارسلونا ښار كښې د پاكستان پرېس كلب سپېن تر اهتمام لاندې د خپرونو نړيوالو ادارو سره د تړون لرونكي نوموړي خبريال علی فرقان کتاب “9 مئی سے 8 فروری تک” د مخكتنې دستوره وشوه په كومه كښې چې د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي خاص مېلمه ؤ۔ د پاكستان قونصل جنرل مراد علی وزیر، په سپېن كښې مېشته پاكستانۍ كميونټي٬ خبريالانو او ګڼ شمېر سماجي شخصياتو په دستوره كښې ګډون وكړو۔ د نهې په ورځ د ترلاسه شوي پرېس ريليز له مخې ګورنر په خپل خطاب كښې ووئيل په نني دور كښې كتاب ليكل او لوستل ګران شوي دي خو علي فرقان د پاكستان يو اهم دور قلمبند كولو سره بهترين كار كړے۔ ده ووئيل اختلاف په خپل ځايې خو د رياست په ضد دے څوك نه اودرېږي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې امن لپاره به ترهګرو له وسله كېښودل وي ولې چې يو موټې ترهګر پاكستان ته ماتې وركولې نه شي۔ قونصل جنرل مراد علی وزیر په خپل خطاب كښې ووئيل كتاب لوستل زمونږ ټولنې څخه ختم شوي دي خو علي فرقان دا كتاب دا روايت ژوندے كولو سره يو كامياب كوشش كړے دے۔ د كتاب مصنف علي فرقان ووئيل چې دا كتاب يو سند او د تاريخ برخه ده كوم چې په حقائقو اډانه لري او په دې كښې شاملې د سياستدانانو مركې رد كېدې نه شي۔ په دستوره كښې خبريال شاهد احمد شاهد ٬ چوهدري امتياز آكيا ٬ محسن رضا خان ٬ پروفېسر طاهر نعيم ملك ٬ د كشمير كونسل يورپين يونين چيئرمېن علي رضا سيد ٬ اياز عباسي او وسيم رزاق هم خطاب وكړو۔ مقررينو ووئيل چې د علي فرقان مركې او د هغه تحريرونه د تاريخ برخه دي او دا كتاب د حقائقو محفوظ كولو يوه مهمه هڅه ده












