د نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار ترك خارجه وزير سره ملاقات ٬ فلسطيني اولس سره د يووالي څرګندونه ٬ ګڼ اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو عزم پخلے

جدہ ۔26 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د تركيه خارجه وزير هاكان فيدان فلسطيني اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره ګڼ اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو عزم پخلے كړے دے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزير اعظم / خارجه وزير اسحاق ډار او د تركيه خارجه وزير هاكان فيدان ترمينځه د …

جدہ ۔26 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د تركيه خارجه وزير هاكان فيدان فلسطيني اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره ګڼ اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو عزم پخلے كړے دے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزير اعظم / خارجه وزير اسحاق ډار او د تركيه خارجه وزير هاكان فيدان ترمينځه د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 21 مې غېر معمولي غونډې په موقع ملاقات وشو۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل صدارت لپاره د تركيه د لارښودنې كردار ستائنه وكړه۔ دواړو لارښودو فلسطيني اولس سره د بشپړه يو والي پخلے وكړو او په دې خبره يۍ زور راوړو چې په فلسطين كښې په روان بشري بحران او قحط كښې لا شدت رامخے ته شوے دے كوم لپاره به چې فوري بشري مرسته او ريليف رسول باوري كول وي۔ په دې موقع دواړو لارښودو د پاكستان او تركيه ترمينځه د ورورولۍ په اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه او ګڼ اړخيزه مرستې ته وده وركولو له يۍ د خپل عزم پخلے وكړو۔