شيري رحمان د اسرائيل لخوا په خان يونس كښې د نورو 6 خبريالانو د وژنې پيښه وغندله

اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی)د پاكستان پيپلز ګوند نائب صدر سېنېټر شيري رحمان د اسرائيل لخوا په خان يونس كښې د نورو 6 خبريالانو د وژنې پېښې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې په غزه كښې د خبريالانو دړدېدلې وژنه د اسرائيل د صحافت دښمنۍ او د ريښتيا پټولو بدنيتۍ ښكاره ثبوت دے۔ نړيواله ورورولي دې د دې بشري الميې مخنيوي له د دې ظالمانه او بې رحمه عامې …

اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی)د پاكستان پيپلز ګوند نائب صدر سېنېټر شيري رحمان د اسرائيل لخوا په خان يونس كښې د نورو 6 خبريالانو د وژنې پېښې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې په غزه كښې د خبريالانو دړدېدلې وژنه د اسرائيل د صحافت دښمنۍ او د ريښتيا پټولو بدنيتۍ ښكاره ثبوت دے۔ نړيواله ورورولي دې د دې بشري الميې مخنيوي له د دې ظالمانه او بې رحمه عامې وژنې په ضد فوري ٬ مؤثر او عملي ګامونه پورته كړي۔ د نهې په ورځ د پي پي پي ميډيا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخې شېري رحمان ووئيل چې د اسرائيل سفاكې او غېر انساني پالېسۍ 6 نور خبريال ټول عمري لپاره غلې كړي كوم چې په صحافت او د رايۍ په آزادۍ يو ښكاره بريد دے۔ شيري رحمان ووئيل چې خبريالانو په وينو لاسونه رنګ كړې اسرائيل هېڅ حق نه لري چې هغه ځان د جمهوريت او آزادۍ علمبردار وګرځوي۔ شیری رحمان ووئيل دا د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې هغه د دې ظالمانه او بې رحمه رويې په ضد فوري ٬ مؤثر او عملي ګامونه پورته كړي دغسې چې د انساني الميې مخه ونيولې شي۔