نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 21مې غېر معمولي غونډه په موقع د ملائېشيا خارجه وزير سره ملاقات

جده 25 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 21مې غېر معمولي غونډه په موقع د ملائېشيا خارجه وزير محمد حاجي حسن سره ملاقات كړے۔خارجه وزير د ګل په ورځ په ايكس په خپل پېغام كښې ووئېل د ملائېشيا خارجه وزير سره د ملاقات په مهال د فلسطين سره د بشپړ يو والي او د غزه په صورتحال …

جده 25 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 21مې غېر معمولي غونډه په موقع د ملائېشيا خارجه وزير محمد حاجي حسن سره ملاقات كړے۔خارجه وزير د ګل په ورځ په ايكس په خپل پېغام كښې ووئېل د ملائېشيا خارجه وزير سره د ملاقات په مهال د فلسطين سره د بشپړ يو والي او د غزه په صورتحال د تشويش څرګندونه شوې او په دې خبره زور راوړلے شوے چې غېر د كوم ركاوټ انساني مرستې رسولو او مستقل جنګ بندۍ ته اړتيا ده دغسې چې د امن لاره جوړه شي۔خارجه وزير اسحاق ډار په جولائي كښې په كوالالمپور كښې د اے آر ايف وزارتي غونډې په كامياب كوربتوب او د ملائېشيا قيادت سره د خپلو ملاقاتونو يادګېرنه وكړه ۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه رابطو٬تجارت او معاشي اړيكو ته ودې وركولو او د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو د عزم پخلے وشو۔