اسلام آباد 25اګست (اے پي پي)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري په مشرۍ كښې ګلګت بلتستان كښې د 100 ميګاواټ سولرائزېشن پروژې په اړه د سټيئرنګ كمېټۍ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د توان او اړوندو ادارو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔د ګل په ورځ د توان وزارت(پاور ډويژن)لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په هدايت د جوړې كړې سټيئرنګ كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو سره وفاقي …
وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري په مشرۍ كښې د سټيئرنګ كمېټۍ غونډه٬ ګلګت بلتستان كښې د 100 ميګاواټ سولرائزېشن پروژې په اړه د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 25اګست (اے پي پي)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري په مشرۍ كښې ګلګت بلتستان كښې د 100 ميګاواټ سولرائزېشن پروژې په اړه د سټيئرنګ كمېټۍ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د توان او اړوندو ادارو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔د ګل په ورځ د توان وزارت(پاور ډويژن)لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په هدايت د جوړې كړې سټيئرنګ كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو سره وفاقي وزيرووئيل د پروژې په وخت بشپړیدو لپاره جامع تګلارې له مخې عملي اقدامات پورته كولې شي۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان اولس ته ارزان او ماحول دوسته بجلي وركول د حكومت وړومبې پام لرنه ده ۔وفاقي وزير ووئيل د متبادل ذريعو څخه د توان ترلاسه كېدل د وخت ضرورت دے او حكومت په دې لړ كښې د پائيدار توان پروژو ته خاص پام كوي۔وفاقي وزير د ګلګت بلتستان 100 ميګاواټ سولرائزېشن پروژه قامي پرمختګ سنګ ميل ګرځولو سره ووئېل دا پروژه نه يوازې ځايې اولس لپاره د توان په وركولو كښې ښه والې راولي بلكې په منطقه كښې به اقتصادي او سماجي پرمختګ لاره هم هواره كړي۔












