د رحمت للعالمين عشره به د ربيع الاول له وړومبۍ څخه تر 12 مې نيټې په قامي او صوبائي كچه په زړه پورې ډول لمانځلې شي: وفاقي وزير سردار يوسف

اسلام آباد۔25 اګست (اے پی پی) د مذهبي چارو او بين المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار یوسف وئيلي دي د رحمت للعالمين عشره به د ربيع الاول له وړومبۍ څخه تر 12 مې نيټې په قامي او صوبائي كچه په زړه پورې ډول لمانځلې شي۔ د ګل په ورځ د ربيع الاول د پیل كېدو او د وزارت د نورو هلو ځلو په اړه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي …

اسلام آباد۔25 اګست (اے پی پی) د مذهبي چارو او بين المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار یوسف وئيلي دي د رحمت للعالمين عشره به د ربيع الاول له وړومبۍ څخه تر 12 مې نيټې په قامي او صوبائي كچه په زړه پورې ډول لمانځلې شي۔ د ګل په ورځ د ربيع الاول د پیل كېدو او د وزارت د نورو هلو ځلو په اړه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل قامي اسمبلۍ او سېنېټ څخه د منظو شوو قراردادونو په رڼا كښې د سيرت النبي محفلونه به كولې شي۔ ده ووئيل دنيا ته د تشريف راوړلو 1500م كال تر مخه صوبائي او لوكل حكومتونه به ځوان نسل سيرت نبوي څخه خبروي۔ د مذهبي چارو وزارت په اسلام آباد كښې د 50 م سيرت النبي (ص) كنفرنس اهتمام كوي۔ وزارت په دې لړ كښې يو بشپړ پروګرام ترتيب كړے۔ د لسيزې لمانځلو مقصد دا دے چې په پاك سيرت بشپړه خبرې وكړې شي ٬ په سركاري او نجي سكولونو ٬ كالجونو او پوهنتونونو كښې دې د عشرہ رحمت للعالمین لاندې پروګرامونه وكړی شي۔ ده ووئيل د سيرت النبي (ص) په رڼا كښې به عصري مسئلې حل كول وي ٬ مونږ له به په دې دور كښې خپلې زده كړې ٬ معيشت او سماجي اقدار له اغېزمن كېدو څخه ساتل وي