د هېواد اکانومي کیش لیس اکانومي جوړولو له اقدامات کوو، کیش لیس معیشت سره به د کرپشن او استحصال خاتمه اوشي۔وزیراعظم شهباز شریف

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د بینظیر انکم سپورټ پروګرام (بی آئی اېس پی) ترمخه ډیجیټل والټس جوړول مهم پیشرفت ګرځولو سره وئيلي دي د هېواد اکانومي کیش لیس اکانومي جوړولو له اقدامات کوو، کیش لیس معیشت سره به د کرپشن او استحصال خاتمه اوشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د بی آئی اېس پی ترمخه مستحقینو لپاره يو كروړ …

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د بینظیر انکم سپورټ پروګرام (بی آئی اېس پی) ترمخه ډیجیټل والټس جوړول مهم پیشرفت ګرځولو سره وئيلي دي د هېواد اکانومي کیش لیس اکانومي جوړولو له اقدامات کوو، کیش لیس معیشت سره به د کرپشن او استحصال خاتمه اوشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د بی آئی اېس پی ترمخه مستحقینو لپاره يو كروړ ډیجیټل والټس جوړولو او ويړيا موبائل سمز وركولو اجرا دستوري ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع وفاقي وزيران، د اسمبلۍ غړي ، نړيوال شراکت دار او اړوند چارواكي موجود وو۔ وزیراعظم محمد شهبازشریف ووئيل بي آئي اېس پي كښې جدت د شهیدي بے نظیر بھټو د وژن عکاسي ده، بي آئي اېس پي هېواد څخه د غريبۍ او بیروزګارۍ ختمولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده بي آئي اېس پي کامیاب پروګرام جوړولو كښې د سینیټر روبینه خالد او د بي آئي اېس پي سیکرټری کردار ستائېلو سره ووئيل ډیجیټل والټس جوړول او ويړيا موبائل سمز وركولو لپاره د اړوندو بانكونو ، نادرا، آئی ټی چارواكو او نړيوالو شراکت دارو هڅي د ستائنې وړ دي۔ وزیراعظم ووئيل د دې پروګرام اجرا سره به په سپيځلي ډول په كم وخت كښې او قطارونو نه غير مستحقینو ته په كور د روپو ادائیګی ممکن شي، بي آئي اېس پي په سمو معنو كښې د غريبۍ او بیروزګارۍ ختمولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل په تيره روژه كښې په وړومبي ځل د بي آئي اېس پی مستحقینو ته د روپو ډیجیټل منتقلی باوري شوي، کیش لیس معیشت په اړه هره مياشت دوه ځل د غونډي مشري كوم او د اقدامات جاج اخلم، کیش لیس معیشت د نن دور مهم ضرورت دے او دا د کرپشن او استحصال خاتمه كښې مرستياله دے۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د بی آئی اېس پی مستحقینو لپاره تعلیم او صحت په اړه اقدامات دې په 4 مياشتو كښې بشپړ كړې شي،د ماشومانو لازمي تعلیم او حفاظتي ټیکې د بي آئي اېس پی مستحقینو لپاره دې لازمی شرط وګرځولې شي۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم د دې پروګرام کمپیوټرائزډ پرانسته وكړه۔د بی آئی اېس پی چیئرپرسن سینیټر روبینه خالد ووئيل دا پروګرام د کیش لیس معیشت پلو مهم اقدام او د شهیدي محترمه بینظیر بھټو د وژن عکاس دے ،د دې پروګرام مقصد ميرمني خپلواكه كولو سره د قامی پرمختګ په زغل كښې شاملول دي، ډیجیټل والټس جوړولو سره دا پروګرام په يو نوې دور كښې داخليږي۔د بي آئي اېس پي سیکرټری عامر احمد علی دستوري ته ووئيل وزیراعظم په دې پروګرام كښې شفافیت راوستلو او ګيلو ختمولو لپاره د ډیجیټل ادائیګیو نظام پېل كولو سپارښتنه كړې وه،د دې نظام اجرا سره به هېواد كښې يو كروړ مستحق ميرمنو ډیجیټل والټس د هغوي په شناختی کارډ لمبر جوړولې شي، په دويم پړاؤ كښې به يو کروړ موبائل فون سمز جاري كولې شي، حیدر آباد، سکھر او رحیم یار خان څخه به د سمز وركړه پېل كولې شي، مستحقین به ډیجیټل والټس جوړيدو سره د قطارونو، کټوتیو، استحصال او کرپشن ګيلو څخه خلاص شي او هغوي له به د مرستي روپۍ د هغوي په اکاؤنټس كښې نيغ په نيغه وركولې شي۔