شانګله 25 اګست (اے پي پي) وفاقي وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام ضلع شانګله ګمبت سيمه كښې د الفلاح میډیکل کیمپ دورہ وكړه۔په دې موقع هغه د ميډيكل ډلي غړو سره ملاقات وكړو او په کیمپ كښې د بستر سېلاب ځپلو تپوس پوښتنه يې وكړه۔ دورې په مهال وفاقی وزیر د سېلاب له امله د پېښو مسئلو او ځپلو كورنيو حاجتونو په …
وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام شانګله كښې د الفلاح میډیکل کیمپ دورہ، د سېلاب ځپلو مرسته كوونكو ته پيرزوئنې
شانګله 25 اګست (اے پي پي) وفاقي وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام ضلع شانګله ګمبت سيمه كښې د الفلاح میډیکل کیمپ دورہ وكړه۔په دې موقع هغه د ميډيكل ډلي غړو سره ملاقات وكړو او په کیمپ كښې د بستر سېلاب ځپلو تپوس پوښتنه يې وكړه۔ دورې په مهال وفاقی وزیر د سېلاب له امله د پېښو مسئلو او ځپلو كورنيو حاجتونو په اړه معلومات ترلاسه كړل۔ده د الفلاح میډیکل کیمپ كښې د اړخه طبي سهولیات ستائېلو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د بشري خولخوږي او د خدمت خلق جذبه لرونكو كسانو او فلاحی تنظیمونو كردار د ستائنې وړ دے۔












