وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام شانګله كښې د سېلاب ځپلي ماشوم تپوس پوښتنه وكړه، ماشوم روغتون ته د منتقل کولواو د مكمل طبي معائنې سپارښتنه

شانګله 25 اګست (اے پي پي) وفاقي وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) د خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام په شانګله كښې د يوې سېلاب ځپلي كورنۍ سره ملاقات وكړو او هغوي سره يې غمرازي او د افسوس څرګندونه وكړه۔د دورې په مهال وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام د ژوبل شوي ماشوم تپوس پوښتنه وكړه كوم چې د ځپلي كورنۍ سره تعلق لرلو۔ د بشري مظاهرہ کولو سره …

شانګله 25 اګست (اے پي پي) وفاقي وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) د خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام په شانګله كښې د يوې سېلاب ځپلي كورنۍ سره ملاقات وكړو او هغوي سره يې غمرازي او د افسوس څرګندونه وكړه۔د دورې په مهال وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام د ژوبل شوي ماشوم تپوس پوښتنه وكړه كوم چې د ځپلي كورنۍ سره تعلق لرلو۔ د بشري مظاهرہ کولو سره وفاقي وزیر په سمدستي توګه خپلي عملې ته سپارښتنه وكړه چې ماشوم روغتون ته منتقل اود ده طبي معائنه وكړئ۔ وفاقي وزیر په ذاتي حیثیت د ماشوم مالي مرسته هم وكړه۔وفاقي وزیر اوسني سېلاب كښې په حق رسيدليو بخښني لپاره فاتحه خوانی وكړه او په دې انسانی المیه ئې د غم دړد څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام په دې موقع ووئيل دا يواځې د حكومت ذمه واري نه ده بلکه زمونږ انساني او اخلاقي فریضه ده،هر يو انسان قیمتی دے او بايد مونږ په دې سخت وخت كښې د خپلو وګړو سره اودريږو۔