هند د سېلاب خبردارے د سندھ طاس كميشن په ځاے د سفارتي ذريعو د لارې پاكستان ته راليږلے دے٬ هند بايد د سندھ طاس لوظنامې په ټولو شقونو عمل وكړي: د خارجه دفتروياند

اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي هند د سيلاب په اړه خبردارے د سندھ طاس كميشن په ځاے د سفارتي ذريعو د لارې پاكستان ته راليږلے دے٬ په هند لازم ده چې د سندھ طاس لوظنامې په ټولو شقونو په بشپړه توګه عمل وكړي۔ د ګل په ورځ په يو بيان كښې وياند ووئيل هند د سېلاب په اړه خبردارے د سندھ طاس كمېشن په …

اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي هند د سيلاب په اړه خبردارے د سندھ طاس كميشن په ځاے د سفارتي ذريعو د لارې پاكستان ته راليږلے دے٬ په هند لازم ده چې د سندھ طاس لوظنامې په ټولو شقونو په بشپړه توګه عمل وكړي۔ د ګل په ورځ په يو بيان كښې وياند ووئيل هند د سېلاب په اړه خبردارے د سندھ طاس كمېشن په ځاے د سفارتي ذريعو د لارې پاكستان ته رارسولے دے حالانكه دا معلومات بايد د سندھ طاس لوظنامې لاندې د سندھ طاس كمېشن په توګه وړاندې كړې شي۔ وياند ووئيل په هند لازم ده چې هغه د سندھ طاس لوظنامې په ټولو شقونه بشپړ عملدرآمد وكړي۔ ده ووئيل د هند لخوا د لوظنامې د معطل كولو يو اړخيزه اعلان نه يوازې د نړيوال قانون سنګينه خلاف ورزي ده بلكه دا اقدام سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام د سنګينو منفي نتيجو سره هم مخ كولې شي