د كورنيو چارو وفاقي وزیر نقوي او د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور هنګو ته لاړل،د ترهه ګرو په بريد كښې شهيدو شوو ځوانانو جنازه كښې ګډون

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي او د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور په هنګو كښې د ترهه ګرو په بريد كښې شهیدو شوو ځوانانو د جنازې مونځ كښې ګډون وكړو۔پېښور كښې د فیډرل کانسټیبلري هیډکوارټر ته د تګ نه پس د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي او وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور هنګو ته ورسيدل چرته چې هغوي د فتنه الهندوستان …

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي او د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور په هنګو كښې د ترهه ګرو په بريد كښې شهیدو شوو ځوانانو د جنازې مونځ كښې ګډون وكړو۔پېښور كښې د فیډرل کانسټیبلري هیډکوارټر ته د تګ نه پس د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي او وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور هنګو ته ورسيدل چرته چې هغوي د فتنه الهندوستان ترهه هګرو په بريد كښې د شهيدو شوو نائیك صادق حسین، سپاهي عبدالغفار او سپاهی زیور خان د جنازې په مونځ كښې ګډون وكړو۔د كورنيو چارو وزیر د شهيدانو قربانو ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كړي دغسې د خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ ، آئی جی ذوالفقار حمید، کمانډنټ فیډرل کانسټیبلري نذیر ګاړا او چیف سیکرټری هم د جنازې په مونځ كښې ګډون وكړو۔په شهيدانو ګلونه وشيندلې شول او فاتحه خواني وكړې شوه۔د كورنيو چارو وزير د شهيدانو د كورنيو سره ملاقات وكړو،هغوي سره ئې د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او هغوي له ئې ډاډ وركړو۔ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔په دې موقع د كورنيو چارو وزير او د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ د شهيدانو جنازې له اوږه وركړه۔محسن نقوي ووئيل د شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي،د شهيدانو كورنۍ زمونږ كورنۍ دي او قال قام د شهيدانو مقروض دے۔دې نه پس د كورنيو چارو وزير فیډرل کانسټیبلري هسپتال كښې د بستر نائب صوبیدار کاشف تپوس پوښتنه وكړه۔ده د ژوبل شوي ځوان لوړه حوصله او جذبه وستائېله ۔ ده ووئيل تاسو د هند سپانسرډ ترهه ګرو بريد په بهادرۍ سره شنډولو سره لوئې مثال جوړ كړو ،مونږ ټول ستاسو سره ولاړ يو۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا آئی جی ، کمانډنټ اېف سی، سول انتظامیه او اعلیٰ چارواكي هم موجود وو۔