اين ډي ايم اے په راوي درياب كښې د منځنۍ درجې سيلاب الرټ جاري كړو

اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (اېن ډی اېم اے )د راتلونكو 48 ساعتو لپاره په راوي درياب كښې د منځنۍ درجې سېلاب الرټ جاري كړے او وګړو ته يۍ درياب او ښكته سيمو څخه د لرې پاتې كېدو او د غېر ضروري سفر كولو څخه د ډډې كولو اپېل كړے دے۔ د ګل په ورځ د اېن ډي اېم اے ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي …

اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (اېن ډی اېم اے )د راتلونكو 48 ساعتو لپاره په راوي درياب كښې د منځنۍ درجې سېلاب الرټ جاري كړے او وګړو ته يۍ درياب او ښكته سيمو څخه د لرې پاتې كېدو او د غېر ضروري سفر كولو څخه د ډډې كولو اپېل كړے دے۔ د ګل په ورځ د اېن ډي اېم اے ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په راوي درياب او دې سره پېوستو خوړونو او نالو كښې د زياتو بارانونو له امله تھین ډېم 1717 فټ سره 86 فیصد ډك شوے دے۔ ډېم څخه د اخراج په صورت كښې د سیالکوټ، نارووال، قصور او خواوشا ښكته سيمې اغېزمنې كېدې شي۔ نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (اېن ډی اېم اے )د راتلونكو 48 ساعتو لپاره په راوي درياب كښې د منځنۍ درجې سېلاب الرټ جاري كولو سره وګړو ته درياب او ښكته سيمو څخه د لرې پاتې كېدو او د غېر ضروري سفر كولو څخه د ډډې كولو اپېل كړے دے۔ اېن ډي اېم اے زياته كړه چې وګړي دې ټی وی، رېډیو، موبائل الرټس او د پاک اېن ډی اېم اے ډیزاسټر الرټ اېپ د لارې په الرټ او هدايات عمل وكړي۔ دغسې اېن ډ اېم اے اړوندو ادارو او اېمرجنسي سروسز ته هم د هائي الرټ پاتې كېدو هدايت جاري كړل۔