سعودی ایئر لائن فلائي ادیل پيښور او اسلام آباد لپاره هم پروازونه پيل كړل

اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) د سعودي ایئر لائن فلائي ادیل پاكستان لپاره خپل باقاعده پروازونه د پېښور او اسلام آباد لپاره هم پېل كړل۔ د ګل په ورځ د پاکستان ایئر پورټس اتھارټی ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په باچا خان انټرنېشنل ایئرپورټ پېښور په 25 اګست 2025 د پرانستې پرواز ته هركلے ووئيل شو۔ په دې موقعه د مېنزیس آر اے اېس لخوا په …

اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) د سعودي ایئر لائن فلائي ادیل پاكستان لپاره خپل باقاعده پروازونه د پېښور او اسلام آباد لپاره هم پېل كړل۔ د ګل په ورځ د پاکستان ایئر پورټس اتھارټی ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په باچا خان انټرنېشنل ایئرپورټ پېښور په 25 اګست 2025 د پرانستې پرواز ته هركلے ووئيل شو۔ په دې موقعه د مېنزیس آر اے اېس لخوا په انټرنېشنل ډپارچر لاؤنج كښې سهار وختي د سي آئي پي لاؤنج مخې ته د كېك پرېكولو دستورې اهتمام وكړے شو۔ایئرپورټ سکیورټي فورس او د مېنزیس آر اے اېس چارواكو دستوره كښې ګډون وكړو۔ فلائی اډیل به اوس هره اونۍ د ګل او شورو په ورځ رياض څخه پېښور لپاره دوه پروازونه چلوي۔ دې څخه وړاندې تېره ورځ د فلائي اډیل د پرانستې پرواز FAD 651/652 اسلام آباد انټرنېشنل ایئرپورټ ته راروسېد۔ دا پرواز ریاض څخه سهار په 06:08 بجې 65 مسافرو سره راورسېد٬ دې پرواز ته روايتي واټر سيلوټ وړاندې كړے شو او په 07:33 بجې 172 مسافرو سره بېرته سعودي عربستان ته روان شو۔ فلائی ادیل به اوس د اتوار په ورځ د ریاض ۔ اسلام آباد ۔ ریاض ترمينځه اوونيز پرواز چلوي۔ دې سره به مسافرو ته آسانۍ ترلاسه شي او د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه اړيكې به لا وده ومومي