وفاقي وزير محسن نقوي هنګو كښې د فيډرل پوليس په قلعه د فتنة الهندوستان بريد وغندلو

اسلام آباد۔ 25 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په هنګو كښې د فېډرل ریزرو پولیس په قلعه د فتنة الهندوستان ترهګرو بريد غندلو سره وئيلي دي د فېډرل ريزرو پوليس ځوانانو د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو د هند ملاتړ لرونكو ترهګرو بريد ناكامه كړو۔ د ګل په ورځ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير په بريد كښې د شهادت درناوي …

اسلام آباد۔ 25 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په هنګو كښې د فېډرل ریزرو پولیس په قلعه د فتنة الهندوستان ترهګرو بريد غندلو سره وئيلي دي د فېډرل ريزرو پوليس ځوانانو د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو د هند ملاتړ لرونكو ترهګرو بريد ناكامه كړو۔ د ګل په ورځ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير په بريد كښې د شهادت درناوي ترلاسه كوؤنكو 3 ځوانانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د شهيد ځوانانو پسماندګانو سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كړه۔ ده ژوبل شوو ځوانانو لپاره د غوره درملنو برابرولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل زه د شهيدو شوو ځوانانو مړانې ته سلام كوم٬ د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ دغسې ده ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه