اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوی سره د ایران همڅنګ سکندر مومنی ټیلیفوني رابطه كړې ده ۔د ایران د كورنيو چارو وزير پاکستان او په خاص توګه خېبر پښتونخوا، ګلګت كښې د طوفاني بارانونو او سېلاب له امله په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ٬ ده په دې مهال په بېلو پېښو كښې په …
د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی سره د ایران همڅنګ سکندر مومني ټیلیفوني تماس ،پاکستان كښې د بارانونو او سېلاب له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه
اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوی سره د ایران همڅنګ سکندر مومنی ټیلیفوني رابطه كړې ده ۔د ایران د كورنيو چارو وزير پاکستان او په خاص توګه خېبر پښتونخوا، ګلګت كښې د طوفاني بارانونو او سېلاب له امله په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ٬ ده په دې مهال په بېلو پېښو كښې په حق رسيدلو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونې كولو سره هغوي لپاره د زغم دعا اوكړه۔د ايران د كورنيو چارو وزير د پاكستان خپل همڅنګ محسن نقوی ته د سېلاب ځپلو مرستي لپاره وړانديز وكړو۔ د ايران د كورنيو چارو وزير ووئيل پاکستان زمونږ ورور ګاونډي هېواد دے،د آزمېښت په دې وخت هر ډول مرستي له چمتو يو۔پاکستان كښې د سېلاب له امله په شوې زيان دړديدلي يو۔مونږ د پاكستان اولس سره اوږه په اوږه ولاړ يو۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د سېلاب ځپلو مرستي په وړانديز او د يووالي په څرګندونه د ایران همڅنګ مننه وكړه۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل د ایران او پاکستان غم او خوشحالي يو ده۔ موسمیاتي بدلون له امله په پاكستان كښې لويه تباهي شوې۔تاریخ كښې په وړومبي ځل پاکستان د دې خطرناك موسمیاتي صورتحال څخه تيريږي۔ټولي ادارې د سېلاب ځپلو مرستي لپاره فیلډ كښې دي او د ځپلو بحالۍ او ریلیف ته پام لرنه كوي۔












