د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقویي د لاهور ریلوے هيډ کوارټرز دوره،د ريلوے وزیر په مشرۍ كښې كيدونكي خصوصی غونډه كښې ګډون

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د ګل په ورځ د لاهور ریلوے هيډکوارټرز دوره وكړه او د ريلوے وزير حنیف عباسی په مشرۍ كښې كيدونكې غونډه كښې ئې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ټول هېواد او په خاص توګه بلوچستان كښې د ريلوے ټريكس او ټرينونو امنيتي اقدامات تفصیلی جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې پريكړه وكړه شوه چې د ريلوے په …

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د ګل په ورځ د لاهور ریلوے هيډکوارټرز دوره وكړه او د ريلوے وزير حنیف عباسی په مشرۍ كښې كيدونكې غونډه كښې ئې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ټول هېواد او په خاص توګه بلوچستان كښې د ريلوے ټريكس او ټرينونو امنيتي اقدامات تفصیلی جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې پريكړه وكړه شوه چې د ريلوے په زمكه تجاوزات ختمولو له به شريك كريك ډاؤن كولې شي چې پكښې به نېشنل کونسټېنلري او ریلویز پولیس په شريكه توګه برخه اخلي دغسې ایف سي به هم د تجاوزات مخنيوي آپریشن كښې د ريلوے پولیس سره بشپړه مرسته كوي۔په دې موقع د اسلام آباد او پينډۍ ترمينځه نوي ټرين چلولو پريكړه هم وشوه۔د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ووئيل د ريلوے ټريكس او ټرينونو كوټلي امنيت باوري كولو له به هر ممکن اقدامات کولې شي او د ريلوے پوليس بشپړه مرسته به كولې شي۔ده ووئيل د مسافرو حفاظت ته حکومت خاص پام لرنه كوي۔ محسن نقوي د ريلوے وزیر حنیف عباسی په دور كښې د ريلويز کارکردګي ښه كولو له شوي اقدامات هم وستائېل۔د ريلوے وزیر حنیف عباسي د ریلوے زمكي څخه د تجاوزات ختمولو كښې د فیډرل ریزرو پولیس په معاونت د كورنيو چارو وزير مننه وكړه۔ده ووئيل ريلويز په جديد ډول روانولو له د كورنيو چارو وزارت مهم کردار ترسره كوي۔په غونډه كښې د پاكستان ريلوے چیف ایګزیکټو آفیسر عامر علی بلوچ، د ريلوے پوليس آئی جی رائے طاهر او نورو اعلیٰ چارواكو هم ګډون وكړو۔