د وفاقي وزير محسن نقوي په دير كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو په ضد په كامياب آپريشن پوليس او سي ټي ډي ته د عقيدت پيرزوئنې

اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د كے پي كے پوليس او سي ټي ډي د فتنة الهندوستان ترهګر په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كړي٬ زمونږ ځواكونه د فتنة الهندوستان د ترهګرو بشپره خاتمې عزم لري٬ قام په خپلو مېړنو فرزندانو وياړي۔ د ګل په ورځ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په اپر دير …

اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د كے پي كے پوليس او سي ټي ډي د فتنة الهندوستان ترهګر په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كړي٬ زمونږ ځواكونه د فتنة الهندوستان د ترهګرو بشپره خاتمې عزم لري٬ قام په خپلو مېړنو فرزندانو وياړي۔ د ګل په ورځ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په اپر دير كښې په كامياب آپرېشن د خېبر پښتونخوا پوليس او سي ټي ډي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده د ترهګرو په وژلو د پوليس او سي ټي ډي د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د فتنة الهندوستان د ترهګرو په ضد كامياب آپرېشن د ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونو ښكاره ثبوت دے۔