نائب وزيراعظم اسحاق ډار د او آئي سي غونډه كښې ګډون لپاره جده ته ورسيد

جدہ ۔25 اګست (اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو 21 مې غېر معمولي غونډه كښې ګډون لپاره جده ته ورسېد۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډه نن په او آئي سي سېكرټرېټ جده كښې كيږي۔ په کنګ عبدالعزیز انټرنېشنل ایئرپورټ او آئي سي لپاره د پاكستان …

جدہ ۔25 اګست (اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو 21 مې غېر معمولي غونډه كښې ګډون لپاره جده ته ورسېد۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډه نن په او آئي سي سېكرټرېټ جده كښې كيږي۔ په کنګ عبدالعزیز انټرنېشنل ایئرپورټ او آئي سي لپاره د پاكستان مستقل استازي فواد شېر ٬ په سعودي عربستان كښې د پاكستان سفير احمد فاروق او په جده كښې د پاكستان قونصل جنرل خالد مجيد نائب وزيراعظم/خارجه وزير اسحاق ډار ته تود هركلے ووے۔ د او آئي سي د خارجه وزيرانو په غېر معمولي غونډه كښې د او آئي سي غړو هېوادونو خارجه وزيران او اعلی چارواكي ګډون كوي۔ په غونده كښې به د فلسطيني په روانه وضعه بشپړ غور كولے شي كومه چې د اسرائيلي پوځي جارحيت ٬ په غزه د بشپړه قبضې مجوزه منصوبو او د فلسطيني وګړو د بنيادي حقونو په لويه كچه د روانو خلاف ورزيو له امله لا ناوړه شوې ده۔