ډهاكه 24 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د بنګله دېش چیف ایډوائزر پروفیسر محمد یونس سره ملاقات کړې،د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د پخوانو اړيكو په بحالولو ، ځوانانو ترمينځه رابطو ته ودي وركولو پشمول تجارتی او اقتصادی مرستي په زياتولو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د اتوار په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب …
نائب وزیراعظم اسحاق ډار د بنګله دېش چیف ایډوائزر پروفیسر محمد یونس سره ملاقات،په تجارتی او اقتصادی مرسته زياتولو د خيالاتو څرګندونه
ډهاكه 24 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د بنګله دېش چیف ایډوائزر پروفیسر محمد یونس سره ملاقات کړې،د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د پخوانو اړيكو په بحالولو ، ځوانانو ترمينځه رابطو ته ودي وركولو پشمول تجارتی او اقتصادی مرستي په زياتولو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د اتوار په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزیراعظم اسحاق ډار په ډهاكه كښې د بنګله دېش چیف ایډوائزر پروفیسر محمد یونس سره ملاقات کړې، ملاقات په مهال دواړو لارښودو سيمه كښې په اوسني رفت او سيمه ايزي مرستي په امکاناتو خبري اتري كړي۔نائب وزیراعظم اسحاق ډار د وزیراعظم پاکستان محمد شهباز شریف د اړخه چیف ایډوائزر لپاره د نيكو هيلو پیغام ورورسولو۔ ده چیف ایډوائزر په ډهاكه كښې د خپلو مصروفیات او دورے مهمو نتيجو څخه خبر كړو۔ده د دورے په مهال په ښه انتظاماتو او د پلاوي په ښه كوربتوب كولو د چیف ایډوائزر مننه وكړه۔












