اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د پاکستان سرکاری خبر رسني ایجنسۍ ایسوسی ایټډ پرېس آف پاکستان (اے پي پي) او بنګله دېش سرکاری خبر رسني ایجنسۍ (بی اېس اېس) د اتوار په ورځ د نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار د بنګله دېش دوه ورځنۍ سركاري دورے په موقع د میډیا مرستي په لوظنامه لاس ليك كړې۔د اتوار په ورځ جاري شوې پرېس ریلیز كښې وئيلي …
د اے پي پي او بنګله دېش خبر رسني ایجنسۍ ترمينځه د میډیا مرستي په لوظمامه لاس ليك
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د پاکستان سرکاری خبر رسني ایجنسۍ ایسوسی ایټډ پرېس آف پاکستان (اے پي پي) او بنګله دېش سرکاری خبر رسني ایجنسۍ (بی اېس اېس) د اتوار په ورځ د نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار د بنګله دېش دوه ورځنۍ سركاري دورے په موقع د میډیا مرستي په لوظنامه لاس ليك كړې۔د اتوار په ورځ جاري شوې پرېس ریلیز كښې وئيلي شوې چې د دې لوظنامې مقصد د خبرونو تبادله كښې مرسته زياتول او د دواړو هېوادونو ترمينځه د میډیا مرستي په اړه ودي سره سره د خبريالانو د كار استعداد زياتولو تربیتی پروګرامونو اهتمام کول هم دي۔بنګله دېش كښې د پاکستان هائی کمشنر عمران حیدر او د بنګله دېش د اطلاعاتو او خپرونو وزارت سیکرټري محبوبه سلطانه په لوظنامه لاس ليك كړې۔د لاس ليك دستوره كښې نائب وزیراعظم محمد اسحاق ډار او د بنګله دېش د خارجه چارو صلاحكار محمد توحید حسین هم ګډون كولو۔په دې موقع پرېس قونصلر پاکستان ایمبیسی فصیح اللہ وزیر هم موجود ؤ۔د لوظنامې ترمخه به ډلي هره ورځ د خبرونو او میډیا مواد سره سره عكسونه او ويډيوز تبادله كوي دغسې چې هغه اړوندو صارفینو ته وسولې شي۔












