خارجه وزير اسحاق ډار به د 25 نه تر 26 اګست 2025 د سعودی عرب دوره کوي

اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به د 25 نه تر 26 اګست 2025 د سعودی عرب دوره كوي۔ اسحاق ډار به په جده كښې د اسلامی مرستي تنظیم (او آئی سی) خارجه وزيرانو کونسل غیر معمولی غونډه كښې كډون كوي۔ نائب وزیر اعظم به د ډھاکه دورے نه پس نيغ په نيغه جدې ته ځي۔ د اتوار په ورځ د خارجه …

اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به د 25 نه تر 26 اګست 2025 د سعودی عرب دوره كوي۔ اسحاق ډار به په جده كښې د اسلامی مرستي تنظیم (او آئی سی) خارجه وزيرانو کونسل غیر معمولی غونډه كښې كډون كوي۔ نائب وزیر اعظم به د ډھاکه دورے نه پس نيغ په نيغه جدې ته ځي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې په جده كښې كيدونكي او آئی سی غونډه كښې به د فلسطین په موجوده صورتحال په شريكه تګلاره غور كولې شي۔د اسرائیلی جارحیت او په غزه پوځي کنټرول منصوبے به هم په غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔او آئی سی خارجه وزيران به د فلسطینیانو د حقونو په خلاف ورزو غور كوي۔پاکستان عمر له په هر نړيوال فورمز د فلسطینیانو حمایت کړې۔ اسحاق ډار به په غونډه كښې د فلسطین د غیر متزلزل حمایت پخلے كوي۔ خارجه وزير به د اسرائیل په قبضه كښې د ټولو سيمو پشمول یروشلم څخه د انخلا غوښتنه كوي۔ بیان كښې وئيلي شوې چې د پاکستان د اړخه په غزه د اسرائیلی پوځي کنټرول منصوبه به مسترد کولې شي، پاکستان به د فلسطینیانو لپاره سمدستي انسانی مرستي په حاجت زور راوړي۔ اسحاق ډار به په غونډه كښې د فلسطینی ریاست جوړولو غوښتنه بيا هم كوي۔په دې موقع د اسحاق ډار د مهمو غړو هېوادونو خارجه وزيرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم متوقع دي۔