د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی رائے ونډ كښې نړيوالي تبلیغی اجتماع لپاره د بشپړه مرستي باور وركړو

اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د اتوار په ورځ تبلیغی مرکز رائے ونډ دوره وكړھ او د تبلیغی جماعت مشرانو مولانا محمد احمد بټلر، مولانا عبید الله خورشید، ډاکټر سلیم او نروو سره ئې ملاقات وكړو۔په دې موقع انور غنی، میاں احسن، ډاکټر ندیم اشرف، مولانا عامر احسان، مولانا امجد فاروق، شبیر احمد عثمانی، مفتی عرفان او بریګیډیئر (ر) مصدق هم …

اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د اتوار په ورځ تبلیغی مرکز رائے ونډ دوره وكړھ او د تبلیغی جماعت مشرانو مولانا محمد احمد بټلر، مولانا عبید الله خورشید، ډاکټر سلیم او نروو سره ئې ملاقات وكړو۔په دې موقع انور غنی، میاں احسن، ډاکټر ندیم اشرف، مولانا عامر احسان، مولانا امجد فاروق، شبیر احمد عثمانی، مفتی عرفان او بریګیډیئر (ر) مصدق هم موجود وو۔د كورنيو چارو وزارت له مخې د تبلیغی جماعت مشرانو د كورنيو چارو وزير نومبر میاشت كښې كيدونكي نړيوالي تبلیغی اجتماع انتظاماتو څخه خبر كړو۔محسن نقوی د تبلیغی جماعت مشرانو د اسلام لپاره خذمات وستائل او اجتماع كښې كډون كونكو غیر ملکی پلاويو له آسانيو وركولو لپاره ئې د بشپړه مرستي باور وركړو۔ده ووئيل چرته څخه چې هم د ويزے په اړه څه مسئله وي هغه به په ترجیحی بنیادونو حل كولې شي، اجتماع كښې بهر هېوادونو څخه راتلونكي پلاوي زمونږ ميلمانه دي،د هغوي به په هر ممکن سهولت باوري كولې شي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل هر كال تبلیغی اجتماع كښې باقاعدګۍ سره ګډون كوم او انشاء الله سږ كال به هم ګډون كوم۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې د اجتماع منتظمینو له د دې نيك كار روان ساتلو اجر وركړي۔