ډھاکه 24 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د امیر جماعتِ اسلامی بنګله دېش ډاکټر شفیق الرحمن سره ملاقات کړې دے، ملاقات د امیرِ جماعتِ اسلامی ډاکټر شفیق الرحمن په كور كښې شوې،چرته چې هغه د زړه آپریشن نه پس بستر دے۔په دې موقع نائب وزیراعظم د وزیراعظم پاکستان او خپل اړخه ډاکټر شفیق الرحمن صحت او سلامتیا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه …
خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د امیر جماعتِ اسلامی بنګله دېش ډاکټر شفیق الرحمن سره ملاقات
ډھاکه 24 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د امیر جماعتِ اسلامی بنګله دېش ډاکټر شفیق الرحمن سره ملاقات کړې دے، ملاقات د امیرِ جماعتِ اسلامی ډاکټر شفیق الرحمن په كور كښې شوې،چرته چې هغه د زړه آپریشن نه پس بستر دے۔په دې موقع نائب وزیراعظم د وزیراعظم پاکستان او خپل اړخه ډاکټر شفیق الرحمن صحت او سلامتیا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔سینیټر اسحاق ډار د ډاکټر شفیق الرحمن سیاست، تعلیم او سماجی ښېګړے په میدانونو كښې مثبت خدمات وستائل۔د جماعتِ اسلامی نائب امیر ډاکټر سید عبداللہ محمد طاهر او نور لارښود په دې مهال موجود وو۔












