نائب وزیرِاعظم اسحاق ډار د بنګله دېش نېشنلسټ پارټی پلاوي سره ملاقات، پاکستان او بنګله دېش ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو د عزم څرګندونه

ډهاكه 23 اګست (اے پي پي) نائب وزیرِاعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د بنګله دېش نیشنلسټ پارټی (بی این پی) پلاوي سره ملاقات کړې،د پلاوي مشري د پارټۍ سیکرټری جنرل مرزا فخرالاسلام عالمګیر كوله۔د خالي په روځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزیرِ اعظم / خارجه وزیرِ اسحاق ډار د شريك احترام په بنیاد د پاکستان او بنګله دېش ترمينځه دوه …

ډهاكه 23 اګست (اے پي پي) نائب وزیرِاعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د بنګله دېش نیشنلسټ پارټی (بی این پی) پلاوي سره ملاقات کړې،د پلاوي مشري د پارټۍ سیکرټری جنرل مرزا فخرالاسلام عالمګیر كوله۔د خالي په روځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزیرِ اعظم / خارجه وزیرِ اسحاق ډار د شريك احترام په بنیاد د پاکستان او بنګله دېش ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو قوي د عزم څرګندونه وكړه۔په دې موقع د سيمه ايزي مرستي اهمیت په بېلو چارو خبري اتري وشوي۔سوئيلي اسياﺀ سيمه ايزي مرستي تنظیم (سارك) جوړولو كښې د بنګ:له دېش بانی کردار وستائلې شو۔ملاقات په مهال د پاکستان او بنګله دش ترمينځه تير وخت كښې شوي د اعلیٰ پائې په ملاقاتونو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔